The news is by your side.

بلوچستان کې یو میلیون کسان په ژېړي ناروغي ‌اخته شوي

خبریال وېب پاڼهد پاکستان حکومت خبر ورکړ چې د مساحت له مخې تر ټولو لوی ایالت بلوچستان کې(۹۸۷۲۰۰) کسان په زېړي یا هیپیټایټس ناروغياخته شويدي‌.

بلوچستان کې د مساحت له مخې د پاکستان تر ټولو لویه صوبه بلل کېږي 347,190 مساحت لري خو د وګړو د شمیر په لحاظ ترنورو صوبو لږ وګړي ژوند پکې کوي.

د بلوچستان ایالت رسمي سرشمېنه ښيي چې په دې صوبه کې (۱۲۳۴۰۰۰۰)‌ دولس میلیونه درې لکه څلوېښت زره کسان ژوند کوي .

بلوچستان صوبه چې سرښار یې کویټه ده؛ د کویټې په ګډون (۳۲) ضلعې یا ولسوالۍ لري چې اوس یې پر غونډو ولسوالیو تور او زېړ ژېړي برید کړی دی.

د پاکستان حکومت په تازه خپاره کړي‌راپ،ر کې وايي‌ چې په بلوچستان ایالت کې د ژېړي پېښي د اندېښنې وړ دي.‌

د بلوچستان کوارډینیټر ډاکتر سبین ویلي‌ دي چې د تور ژېړي‌او زېړ ژېړي پېښي ښايي تر دې څوچنده زیاتې وي ، خو په محتاتانه ډول اعلان وکړ چې د ټول نفوس (۸) فیصده یې په ژېړي‌یا هیپیټایټس ناروغي‌اخته شويدي‌.

ژېړی چې یوه ساريناروغي ده په اسانيسره له یوه انسانه بل ته انتقالیږي‌؛ خو یوازياحتیاط یې تر ټولو خوندي‌لاره ده .

په بریتانیا کې افغان ډاکترډاکتر اکبر اکبر وايي چې په داسي‌یوه حالت کې چې ژېړی په دومره زیاته اندارزه خپور شوی وي سختو احتیاطي تدابیرو ته اړتیا ده .‌
ډاکتر صیب زیاتوي چې د تور زيړي په هکله څو نو لنډې خبرې او لارښوونې:

داناروغي د دوولارونه خوريږي!

د وينې د لارې نه او د واده سره په تور ژيړي له ناروغه خاونده روغې مېرمنې ته او له ناروغې مېرمنې نه روغ خاوند ت!

نو که مخ نيوې ېې غواړو بيا خو به نه ناپاکې ستنې کاروو، نه به نا پاکه وينه اخلو يا ورکوو به ېې، نه به  ډم او نايې پرېږدو چې په سخا کارېدلو چړو دې چا له سر يا ږيره وخروي او نه به ناروغه خاوند يا ناروغه مېرمن په خپله جوړه کې دننه ناروغي خپروي.

ډاکتر اکبر اکبر دا یادونه هم کوي چې ورسره يو لړ نور احتياطي تدبيرونه دادي چې هر چرته  پاکه ستن وکاريږي، د غاښونو له ډاکټره واخله تر درملتونونو او د روغتونونو تر اپرېشن خونو پورې، ماشومان له خځلو نه د کاريدلو ستنو ټولولو ته لېږل يو کلک قانوني جرم وګڼو او داسې خلکو ته سخته سزا ورکړو، کوروالې ښايي خوندي وي، ډمان او نيان اړ کړو چې په ډيټالو باندې دې ټول کارېدلي اوزار او وکرې پاکې کړي او د هيټايټېس بي واکسين دې نه يواځې ډاکټرانو، نرسانو او روغتيا پالو ته وشي بلکې په لويه کې دې د ټولنې ټول وګړي د داسې واکسينو ستنې ووهي که دا ونه کړو نو څه به په ژېړي مرو، څه په کورونا مړه شو او پاتې به په جنګ کې مرو!

ځکه چې د مرګ سره نه د وژلو پلمې کمې دي او نه د وژلو لارې اوډولونه!! »

بلوچستان چې د وګړو لوی شمېر یې پښتانه دي په پراخه پښه له افغانستان نه هم هلته خلک د علاج او درملنې په موخه ځي؛ او دا امکانات هم زښت زیات دې چې د افغانستان اکثره هغه کسان چې بلوچستان ته تګ راتګ کوي د تور یا زېړ ژړي په ناوړه ناروغي اخته شوي وي .

که څه هم د پاکستان حکومت دا نه دي ویلي چې د تور ژېړي څومره او د ژېړ ژیړي د پېښو جلا جلا شمیر څومره دی؛ خو په لویه کې ډاکتران واييچې د ژېړي ناروغي څوچنده تر کرونا وایرس خطرناکه ده .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.