The news is by your side.

کرونا ١٣ سلنه کورنۍ له فقر سره مخ کړي

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو UNDP یا د پراختیا پروګرام د افغانستان د اقتصاد په اړه په تازه خپور کړي راپور کې کښلي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ١٣ سلنه کورنۍ له فقر سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په راپور کې وړاندې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي وده هم ٩ سلنه را ښکته شوې او په هېواد دننه یې غیر خالص تولیدات هم کم شوي دي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ تر دې وړاندې په افغانستان کې ٥٥ سلنه بې وزلي وه، چې د کرونا یا کووېډ ١٩ ناروغۍ پر خپرېدو دا کچه تر ٧٠ سلنې رسېدلې.

یاد سازمان وایي، افغان حکومت عواید نه لري او د دې کړکېچ پر وړاندې یې مبارزه هم نا ممکنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا سره د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ راغی، نړیوالې مرستې هم پر خپل ځای ونه لګېدې او د څو اشخاصو ترمنځ حبف او میل شوې.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او خوندیتوب له امله وضعه شوي قرنطین او محودودیتونو د خلکو کاروبارونه په ټپه ودرول او هغه کورنۍ چې د سبا بېګا لپاره یې خواړه د ورځني کار پر مټ پیدا کول د قرنطین له امله په کور شول او ډېر شمېر یې د مجبوریتونو او کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله سوال کولو ته اړ شول په داسې حال کې چې حکومت د میلیونونو ډالرو په مرستو کې هم له بې وزلو سره لازمې مرستې ونه کړې.

د کرونا وبا چې ډېر شمېر افغان کورنۍ یې وځپلې د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د متوسط اقتصاد کورنۍ هم له قربانۍ کولو څخه پاتې شوي دي، چې سږ کال به په هېواد کې لوی اختر چې د قربانۍ اختر دی، له دې پلوه به ډېر کم رنګه وي.

افغان حکومت او د افغانستان خلک اوس مهال تر ډېره د بهرنیو هېوادونو په مرستو تکیه دی، له افغان حکومت سره د بهرنیو سازمانونو او نړیوالو ټولنو له لوري د مرستو ژمنه شوې، خو کهدا مرستې هم پر سم ځای مصرف نه شي او بیا د ګوتو په شمېر اشخاص پرې خپل جېبونه ډک کړي نو د کرونا ویروس فقر او بې وزلې پر وړاندې به د افغان حکومت مبارزه نوره هم اوږده او ټکنی شي.

افغانستان کې د کرونا وبا د روغتیایي توکو او خدماتو د کمښت له کبله لا هم دا ناروغي په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې خو په هغو سیمو کې چې هوا یې ګرمه شوې د دې ناروغۍ نښې نښانې په کې کمې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.