د امنیتي ځواکونو د ماتولو خوبونه د طالبانو تش خیالونه دي
خبریال وېب پاڼه/ د دفاع وزارت مرستیال وایي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د امنیتي ځواکونو د ماتولو لپاره د طالبانو خوبونه هسې تش خیالونه وي.
شکایتونو ته د رسېدنې په موخه د ١٩٦ نوي وړیا شمېرې د پرانیستې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، چې طالبان د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې فزیکې جګړه کې لوړوالی نه لري له دې مخې یې رواني جګړه په لاره اچولې.
بل لور ولسمشر غني وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیک د جولای تر ٢١مې نېټې ٣ زره ٥ سوه ٦٠ امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او شاوخوا ٧ زره امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
ولسمشر غني له دې سره چې د طالبانو د درې ورځني اوبند هرکلی کړی، له طالبانو غواړي چې اوربند لسو ورځو ته وغځوي او افغان حکومت به هم ډېر ژر ٥ زره طالب بندیان ازاد کړي.
په دې موده کې ٧ سوه ٧٥ ملکي وګړي شهیدان شوي او ١٠٦٠٠ ټپیان شوي دي.
هم مهاله د ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی را کم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره فرصت برابر کړي.
په ورته مهال بیا په روان زېږدیز کال کې ٣٤٠ ماشومان وسله والو نښتو کې شهیدان شوي او ٧٠٠ ماشومان ټپیان شوي دي.
د ماشومانو د ملاتړ بنسټ د ملکیانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو په وژل کېدو اندېښنه ښیي او وایي، چې عاملین یې باید چې د بشر پالنې نړیوال قانون یې تر پښو لاندې کړی استجواب شي.
تازه طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی چې د افغان حکومت له لوري هم منل شوی او له دې اقدام یې نړیوالو هم هرکلی کړی دی.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو ته به نه ورځي او نه به هم هغوی ته اجازه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي.
افغان حکومت هم ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې د هر ډول پوځي عملیاتو د ودرولو خبرداری ورکړی، حکومت له طالبانو غواړي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل دې اوربند وغځوي تر څو پنځه زره طالب بندیان هم ژر تر ژره ازاد شي.
طالبانو تر دې وړاندې بیا د لوی اختر وروسته په مشروط ډول په دې شرط چې د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ټر وهلی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.