خبریال وېب پاڼه/ د کندز ولایت سوداګر وایي، شېر خان بندر لارو کې د نا امنیو له امله، د څه باندې سلو بار وړونکو شرکتونو له منځه یوازې اته هغه یې فعالیت لري.
د غیر قانوني شوکونو او ناامنیو ډیروالی، شېرخان بندر کې د پانګونې بهیر د لږوالي لامل شوي.
د کندوز د سوداګرو ټولنې مسؤولین وایي چې د شېر خان بندر لاره کې د امنیت نشتون له امله، د یو ١٤٥ ثبت شویو بار وړونکو شرکتونو له منځه، یوازې اته هغه یې اوس مهال دغه بندر کې فعالیت کوي.
د کندوز امنیه قومندانۍ هم مني چې نا امنیو دغه ولایت کې د سوداګرو د کار او بار پر بهیر دروند سیوری غوړولی.
د کندوز ګمرګ ریاست هغه ځای چې په دې ورځو کې بیا سوداګر د خپلو توکو د مالیاتو ورکولو له پاره کمه مراجعه کوي.
په کندوز ولایت کې د نا امنیو دروند سیوری او د شېر خان بندر لارې په دې بندر کې د سوداګرو له لوري د پانګونې باندې اغیز کړی دی.
د رسمي شمېرو په بنسټ له ١٤٨ بار بري شرکتونه ثبت شوي دي او په اوس مهال کې یواځې اته شرکتونه د شېر خان بندر کې فعالیت لري.
نا امني بیا د شېر خان بندر کې د سوداګرو د کمې لېوالتیا له عواملو څخه ویل کیږي.
امنیه قومندانۍ او کندوز ولایتي شورا غړي بیا د سوداګرو دې اندېښنو باندې د تایید مهر لګوي.
شېرخان بندر د هېواد له مهمو بندرونو څخه شمېرل کیږي چې هر کال لسګونه ټنه سوداګریز توکي د تاجکستان مسیر له لوري مرکزی اسیا هېوادونه ته استول کیږي.
تازه پاکستان هېواد هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په ٥ سوداګریزو بندرونو کې د صادراتو او وارداتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي.
د افغانستان لپاره پاکستان حکومت خاص نماینده صادق خان ویلي، اوس وخت د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې او صادرات او واردات پر پنځو سوداګریزو بندرونو روانې دي او د دې لپاره چې د سوداګرۍ موټرونه په ورځو ورځو ونه دریږي، د موټرونو اداري کارونو کې چټکتیا راولي او دا بهیر به ژر تر ژره ترسره شي. تر څو د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه لېرې شي.
د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر خرابېدو ډېر کله سوداګریزې اړیکې هم کړکېچنې کیږي او د پاکستان حکومت له لوري له افغان سوداګرو سره بد چلند کیږي، موټرونه یې په اوونیو اوونیو له کرښې دې غاړې ولاړې وي او ټول سوداګریز توکي له ګټې اخیستنې لویږي.