The news is by your side.

هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري‌ ؟‌

      

خبریال وېب پاڼهکه څه هم په افغانستان غونديغریب هیواد کې د هواييډګر جوړېدل له یوه بري‌ او ګټې پرته بله تاوان نشيلرلای خو دا پ دې اړه لريچې هوايي‌ ډګر چېرته جوړیږي‌ او بله کومه پروژه زیانمنه ولای شي‌.

دافغانستان حکومت اوس دا تبلیغات پیل کړي دي چې ګمبیري دښته کې که پر (۵۰۰) جریبه ځمکه هوايي‌ ډګر جوړ شي‌ نو څه تاوان به نه لري‌؛ په لویه کې داسينه ده . ‌د افغانستان د ۱۳۵۷ کال د ثور تر انقلاب وړانديد سردار محمد داود خان د واکمني پر مهال پاکستاني چارواکو او پخپله دو وخت واکمن او د بینظیر بهوټو پلار ښاغليبهوټو داود خان ته پر هم دغه سیمه د هوايي ډګر د جوړېدو بلنه ورکړې وه خو هغه نه وه منلې .‌
علت دا وو چې ددې دښتې ټول ډیزاین د یوې زرعاتي‌ سیميپه مټ شوی دی او که هلته په هره څنډه کې هوايي ډګر جوړ شيپرکنړ سیند د بند جوړېدل ځکه نا ممکن ديچې له یوه اړخه د سر دار محمد داود خان له لوري‌ طرحه شويماسټر پلان ته زیان اوړي‌ او له بله اړخه دا سیمه له سره نوي‌ ماسټر پلان ته اړتیا لريچې په اوسنیو شرایطو کې پاکستان په هیڅ ډول جوړېدو ته نه پرېږدي‌.

داود خان پر ګمبیري دښت د پاکستان له لوري‌ د هوايي ډګر پروژه ولی رد کړه ؟‌

سردار محمد داود خان ته چې کله هغه مهال د پاکستان واکمن ذلفقار عليبهوټو پر ګمبیري  د هوايي‌ ډګر د جوړېدو وړاندیز وکړ او ورته ویې ویل چې د هواييډګر مالي لګښت به یوه اندارز پآکستان ورکړي‌ او لویه برخه به یې د پآکستان په ضمانت بریتانیا له سود پرته په پور ورکړي‌ او هم مهاله دې افغانستان پر کنړ سیند بند هم جوړ کړي‌او خپلې اوبه دې مهار کړي .‌ هغه مهال سردار دا ودخان دا موضوع په خپله کابینه کې شریکه کړه؛ خو کابینې په یوه خوله موضوع رد کړه او ورته وویل شول چې د ګمبیري‌ ډاګ ځمکه شګلنه ده او که پر کنړ سیند بند جوړ کړل شي‌ نو د الوتکو ځغاست لیکې یا رنوېز د ځمکې د نمي‌ له کبله ممکن نه دي؛ ځکه ګمبیری دښت وار دمخه د کابل او کنړ سیند ترمینځ‌ پورت دی چې  د سیلابونو پر مهال یې ځمکه سخته نمجنه وي‌ او داړه پروژې په یوه وخت کې پر ګمبیري دښت نشي بریالۍ کېدای .

وروسته سردار محد داود خان په ۱۳۵۳ کال کې پر ګمبیري دښت د اوبو د ورخېزولو پرېکړه وکړه او د کنړ پرسیند د ډیم یا اوبو د بند جوړېدلو فیصله وشوه . او د یوه کال په دوران کې په ۱۳۵۴ کال ماسټر پلان چمتو شو چې ګمبیری دښت به زرغونیږي‌.

اشرف غني او د ګمبیري دښت پروژه بدلول !

پر دې موضوع موږ واندي هم لیکنې کړې دي؛ خو په لویه کې ډاکتر اشرف غني‌ د پاکستان په فشار یا خوښه غواړي چې هغه ماسټر پلان له منځه یوسيچې داود خان جوړ کړی وو.

دافغانستان حکومت هڅه کوي چې ولس کنټرول کړي او د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر پروژې ته عملي‌ بڼه ورکړي؛ خو دا کار اسانه ځکه نه دی چې له یوې خوا په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو افغانانو له پاکستان نه کرکه زیاته شوې او له بله اړخه اوس ولس د ګمبیري‌ ډاګ په اهمیت پوی شوی دی.

که څه هم د ګمبیري دښت په تړاو د حکومت تبلیغات ښايي نور هم ولس او حکومت سره لیري کړي ؛ که ډېری فغانان په دې باور دي چې لا اوس هم وختي دی او افغان حکومت کولای شي‌ چې د ګمبیري دښتې اعلان شوې پروژه کنسل کړي او دا چاره د پخواني ماسټر پلان سره سمه عمليکړي‌.‌

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …
د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال
ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌
د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !
غني ولي‌ د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟‌
د غني له لوري‌ د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !
ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟‌
هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري‌ ؟‌

  

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance