The news is by your side.

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون

خبریال وېب پاڼه/ نن په ننګرهار کې د باور غورځنګ غړو پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر پر جوړېدو د حکومت د پرېکړې پر خلاف لوی لاریون ویستلی وو.

لاریون والو ویل، ګمبیري ډاګ یو زراعتي ځمکه ده او پرې د هوایي ډګر جوړېدل د ماسټر پلان خلاف دي.

دوی وایي، دا د شهید سردار داوود خان د ماسټر پلان له مخې کرنیزه ځمکه ده او د خړوبولو لپاره یې باید د کونړ پر سیند بند جوړ شي، چې د کونړ د سیند د اوبو مخه پاکستان ته له تللو را ګرځوي او د ګمبیري ډاګ خړوبوي.

په ننګرهار کې د باور غورځنګ ځوانانو د پراخ لاریون پر مهال وویل، د ګمبیري دښتې پر زراعتي ځمکې اړولو لپاره جاپان الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا ډېرې هڅې کړي چې غوښتل یې د ګمبیري دښتې لپاره د کونړ پر سیند بند جوړ کړي، خو ناکامورا د پاکستان له لوري ووژل شو، تر څو د کونړ پر سیند د بند جوړېدل پاتې شي او پر پاکستان اوبه بندې شي.

دوی افغان حکومت تورن کړ، چې د ماسټر پلان له مخې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر جوړولو پرېکړه یې په اصل کې د پاکستان په خوښه کړې ده. په داسې حال کې چې ننګرهار کې د هوایي ډګر جوړېدو لپاره لا له وړاندې د روداتو ولسوالۍ مناسب تش ډاګونه ډیزاین شوي.

لاریونوالو ګواښ کړی، چې په هېڅ صورت او هېڅ قیمت به پر ګمبیري د هوایي ډګر جوړېدو ته اجازه ور نه کړي، حکومت دې د هغو افغان سرتېرو پر سر معامله نه کوي، چې د وطن د نوامېسو د ساتنې لپاره یې سرونه په لاس کې نیولي او قربانۍ ورکوي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان او ایران له ظلمونو یادونه وکړه، چې د ترهګرو په واسطه، مو سرتیري، مشران، ځوانان، ماشومان او مېرمنې شهیدانوي، کډوال مو سوځوي، په سیند یې لاهو کوي، کونړ په راکټونو بمباروي، په ترهګرو مو جوماتونه او کورونه الوځوي، خو خاین چاوراکي مو د کونړ سیند ور ډالۍ کوي.

“نور افغانان نه ویده دي او نه نا پوهه، موږ را ولاړیږو او د داسې ډول وطن فروشیو مخه نیسو”.

دوی د ګمبیري نه د هوایي ډګر د جوړېدو د پرېکړې اخیستلو لپاره تر لوی اختر د لویو احتجاجونو اعلان وکړ، او زیاته یې کړه، چې د هېواد برخلیک به نور ولس ټاکي، نه خاین، وطن فروشه او له غرب راغلي مېلمانه چارواکي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د جمعې پر ورځ له کابل راغلي لوړپوړي پلاوي ننګرهار کې د ولایتي ادارې او ولسونو په حضور کې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډظر د جوړېدو پرانیسته وکړه.

ولسمشر غني ویلي، چې د واک له پیله یې د ننګرهار له ولسونو سره ننګرهار کې د هوایي ډګر د جوړېدو ژمنه کړې وه، چې اوس یې پوره کوي.

خو د ګمبیري دښته چې یوه زراعتي دښته ده او باید د کونړ د سیند پر اوبو خړوبه شي، خورا ګټې لري، چې د هېواد لپاره به د کرنیزو حاصلاتو لویه تولیدي ځمکه اوسي او له بل لوري به دوښمن هېواد پاکستان ته د کونړ سیند د اوبو د تللو مخه را ونیسي.

د حکومت له دې ناوړه پرېکړې سره ولسونو مخالفت ښودلی او له حکومت غواړي چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي، یا دې د ننګرهار په بل لوی ځای کې هوایي ډګر جوړ ک،ي او یا دې شته هوایي ډګر پراخ کړي.

نن په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د باور غورځنګ له لوري د حکومت د پرېکړې پر خلاف لوی لاریونونه وشول او دا به تر هغې دوام ولژي، څو حکومت له دې پرېکړې په شا شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.