The news is by your side.

ننګرهار اوس خبریالانو ته تر ټولو امن ولایت دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ختیځه حوزه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه صفر ته را ښکته شو.

ختیځ کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وایي، ختیځ او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی پای ته رسېدلی دی.

ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټرې مشر شېرشاه همدرد، ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې راټیټدلو کې د ولایت مقام همکاري یادوي او د ولایت مقام له هڅو او همکاریو یې مننه وکړه.

یادې کمېټې نن ((یکشنبه: چنګاښ ٢٩مه)) نېټه په دې اړه کنفرانس کنفرانی درلود، د کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل، پهختیځ او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه صفر ته را ښکته شوې، د اطلاعاتو په برخه کې یې د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر مننه او ستاینه وکړه او په نورو یې ادارو یې هم غږ وکړ، چې خبریالانو ته پر وخت اطلاعات په لاس ورکړي او دې برخه کې دې فعالیتونه ګړندي کړي.

د دې کمېټې مشر تابه له حکومتي مسؤولینو غوښتي، چې خبریالانو سره د خبري پوښښونو او کار په برخه کې لازمه همکاري او دې برخه کې سم چلند وکړي.

کنفرانس کې د روان زېږدیز کال د لومړیو میاشتو په جریان کې د کرونا وبا پر مهال اطلاعاتو ته د لاس رسي، سولې خبرو، بیان ازادۍ او د حکومت له لوري د رسنیو قانون کې د تعدیلاتو د راوړلو پرېکړې په اړه بحث وکړ.

د کنفرانس له لارې د ختیځ خبریالانو هم خپلې یو لړ ستونزې له کمېټې سره شریکې کړي.

خو ننګرهار کې ځایي خبریالان وایي، چې دا دې بیخي کفر وي چې ننګرهار کې دې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی صفر شوی وي.

دوی وایي، اوس هم د ګواښونو له امله نه شي کولی په ادارو کې د فساد پر موضوعاتو راپورنه جوړ او خپاره کړي.

ختیځ او په ځانګړې توګه ننګرهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې د خبریالانو د کار لپاره خوندي ځای نه بلل کیږي.

په تېر کې هم د ننګرهار خبریالان د خبري پوښښونو پر مهال د چارواکو او زورواکو له لوري ځورول او وهل ټکول شوي دي.

ننګرهار کې په ګوتو شمېر سیمه اییز تصویري او لسګونه سیمه اییزې غږیزې رسنۍ فعالیتونه کوي، چې ورسره زیات شمېر خبریالان او ژورنالېستان په دندو بوخت دي.

ننګرهار کې د نا سمو شرایطو له امله بیا د ښځینه ژورنالېستانو او خبریالانو شمېر کم دی، د ښځینه ژورنالېستانو او خبریالانو پر وړاندې په ټولنه کې مذهبي او دویزې ستونزې او نا سم شرایط دي چې ژورنالېزم کې یې له کار کولو را ګرځولي.

اوس مهال ننګرهار کې په هره تصویري او غږیزه رسنۍ کې د ګوتو په شمېر ښځینه ژورنالېستانې کار کوي خو دا کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې او ممکن راتلونکي کې په دې برخه کې د ننګرهار د ښځینه ژورنالېستانو شمېر زیات شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.