هرات کې د انګوروسږني ۱۱ سلنه زیات شوي

خبریال وېب پاڼه / هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي  دوی به په روان کال کې د دې ولایت له بڼونو څخه ۱۴۰ زره متریکه ټنه انګور ترلاسه کړي.

د یاد ولایت د کرنې رئيس زیاته کړه چې دا ارقام معلومي چې د تیرکال په پرتله د دې ولایت د انګورو په حاصلاتو کې یوولس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ددې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وړاندوینه کوي، چې  سږکال به دوی د دې ولایت د انګورو بڼونو څخه یې یو سلو څلویښت زره متریکه ټنه انګور ترلاسه کیږي.

بل لورته سیمه ایز چارواکي هم د انګورو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي.

دوی په ټینګار سره وایي چې هېواد څخه بهر د دې مېوو د صادراتو استولو په لټه کې دي.

د دوی په خبره هرات د اتلس هکتاره انګورو بڼ سره،په هیواد کې د دې میوې یو له عمده تولیدوونکو څخه شمیرل کیږي.

خو بل لورته د هرات بڼوال هم د دې سربیره، چې په روان کال کې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي څخه خوښ دي خو د بازار نشتون له امله اندیښنه لري.

دوی وایي د دوی حاصلات هرکال زیاتو وي خو په خرڅلاو کې له ستونزو سره مخ وي.

بڼوال زیاتوي د دې ستونزې دحل سربیره پر وخت له هیواد بهر ته د خپلو صادراتو لپاره د آسانتیا برابرولو باندې ټینګار لري.

بڼوال وایي سږني حاصلات یې ښه دي خو که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي ښايي خواري یې بيځایه لاړه شي او یوځل بیا یې انګور ښه بیه ونه کړي او یاهم خراب شي.

خو سیمه ییز چارواکي بیا وایي هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان سفارت خونو له لارې،د کرنیزو محصولاتو صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

دوی زیاتوي که څه هم اوس یوڅه اسانتیاوې برابرې شوي خو لاهم اړتیا ده چې د تازه میوو د پلور لپاره هڅې ګړندۍ شي.

خو بزګران بیا ناخوښ دي او وایي هرکال له دوی سره ژمنې کیږی خو عملي کیږی نه او دا بیا د دې لامل کیږي چې دوی خپل انګور په ارزانه وپلوري.

د یادولو ده چې په هرات کې د انجیل،ګذره،اوبه،پشتون زرغون او زنده جان،د هغو ولسوالیو له ډلې دي چې تر ټولو زیات او باکیفیته انګور بازار ته وړاندې کوي.

د دې انګورو مینه وال هم له حکومت نه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي او وایي حکومت دې د بڼوالو سره مرسته وکړي څو دا انګور ښه وساتي.

بڼوال وایي سره له دې چې دوی هرکال له خپل شخصي لګښته خپل حاصلاتو باندې خواري کوي خو زیاتوي بیا یې هم حکومت غم نه کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More