The news is by your side.

حکومت د امریکا په دخالت ډیورنډ باندې معامله کړې

خبریال وېب پاڼه/ له پاکستان څخه د اردو ژبې خپریدونکې جنګ ورځپاڼې دې وروستیو کې په یوه تحلیل کې ویلي، چې تیرو شپږو کلونو را په دیخوا د امریکا په مالي ملاتړ پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو پروژه د بشپړیدو په حال کې ده.

د جنګ ورځپاڼه وایي د دغه پروژې په تکمیلیدو سره دا ثابتیږي، چې افغانان هم په اوسني حالت راضي او د ډیورند مسله یوه خوا بولي.

سرچینې د پوښتنې په ډول لیکلي چې په دې تړاو د افغان حکومت او طالبانو یو شان چوپتیا په څه مانا دي؟

دوی یې بیا خپله په ځواب کې لیکي، چې افغان حکومت او طالبان چوپ دي او کوم جدي او ښکاره دریځ نه لري.

ورځپاڼه وایي په افغان حکومت کې د شمال ټلوالې پخواني رهبران او چارواکي یو مخ په دې نظر دي چې ډیورند ګټل یا پرې خبرې کول د دوی د علاقې وړ مسله نه ده.

سرچینه زیاتوي دغه راز طالبان چې د تیرو څو کلونو را په دیخوا په اکثریت مهمو مسایلو نظر څرګندوي او د افغانستان په راتلونکي کې مهم او کلیدي دي،دوی هم د افغان حکومت په څیر پر پوله د اغزن تار غځولو او تاسیساتو جوړولو باندې چوپ او پاکستان ته یې کوم مزاحمت نه دی کړی.

ورځپاڼه د خپل تحلیل په پای کې لیکي چې په نیږدې راتلونکې کې پر پوله د تاسیساتو جوړولو او اغزن تار غزولو چارې بشپړیږي، چې دا به د پاکستان ساتلو لپاره د دغه هیواد په تاریخ کې د یوې مهمې پیښې په توګه ثبت کړل شي.

دا تحلیل داسې مهال خپریږي چې تازه د پاکستان حکومت د ډیورنډ پر تپل شوې تورې کرښې نوي تحرکات پيل کړي دي.

دې حرکتونو افغان ولس یو ځل بیا په قهر کړی او د پاکستان د حکومت پر ضد یې غوصه راپاریدلې ده.

تیره ورځ هم افغانستان کې د همبستګۍ ګوند غړو پر کونړ د وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر دروازه او بیرغ سور رنګ پاشلی وو او د پاکستان د استخباراتي ادارې پر ضد یې شعارونه ورکول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ په یو اعلامیه کې وویلې چې له پاکستاني لوري سره پر وروستیو پيښو غږیدلي او د دیپلوماټیک حل په لټه کې دي.

ویل کیږي پاکستان د ننګرهار دوبابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې نوې دروازه په دې موخه لګولې چې هلته قیمتې ډبرې قاچاق کړي.

یوشمیر افغانان بیا په افغانستان کې د شته تاوتریخوالي ستر عامل پاکستان یادوي او له افغان حکومت نه د بالمثل عمل غوښته کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.