The news is by your side.

له واګه بندر د افغان د صادراتو لومړۍ جوپه هند ته ورسېده

خبریال وېب پاڼه/له نن نه څلور ورځې د چهارشنبې په ورځ وړاندې پاکستان د افغانستان او هند پر مخ د واګه بندر لار پرانیسته.

له واګه بندر څخه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان او هند توکو پر مخ پرانستل  شو، د افغانستان د صادراتو لومړۍ جوپه هند ته ورسېده.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا هند ته د افغانستان د صادراتو دوې لارۍ ورسېدلې چې په کې افغان توکي شامل وو.

واګه بندر چې د افغانستان او هند تر منځ د راکړې ورکړې خورا لنډه لار بلل کېږي، له تېرو څه د پاسه څلورو میاشتو را هیسې د کرونا وبا له امله تړل شوی ؤ چې افغان تاجرانو ته یې ملیونونه ډالره زیان اړولی ؤ.

که څه هم اوس چابهار د افغانستان او هندوستان د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره غوره لار بلل کېږي خو دا چې لاره یې اوده ده نو د لېږد لګښت یې هم زیاتېږي چې له دې امله بیا هم افغانستان او هند خپل دوښمن او سیال هېواد پاکستان ته د واګه بندر له لارې د اموالو د لېږد لپاره لاس اوږدوي.

پاکستان ډېری وخت د سیاسي ستونزو له امله له افغانستان خپلې سوداګرې لارې بندوي چې هم خپلو او هم د افغانستان تاجرانو ته ملیونونه ډالره زیان اړوي. په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ اصلي روزونکی او تمویلوونکی هېواد بلل کېږي، چې له همدې امله ډېری وخت هند او افغانستان له توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

په امرتسهر کې مسوولینو هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغانستان د صادراتو دوه لارۍ نن د هند خاورې ته داخلې شوې او پاتې شپږ نورې به هم ورسېږې.

دغلته هندي مسوولین وایي، دوی د واګه بندر له لارې په کال کې له زرو تر اوه زره کروړه هندي کلدارې سوداګري ترسره کوي، خو دا مهال له دې لارې له افغان چارواکو سره د موافقې پر اساس یوازې د افغانستان صادراتو ته اجازه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې په سیمه کې افغانستان او هند تر ټولو نیږدې او ستراتیژیک دوست هېوادونه بلل کېږي او له همدې امله پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې مداخله جاري وساتي تر څو د هند پر وړاندې خپل نفود اغېزمن وښیي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.