افغانستان کې د ترهګرو ډلو اتحاد د سولې ځپل
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د ترهګریزو ډلو اتحاد رامنځته کېدل
بلومبورګ امریکایي نشریه راپور ورکوي، چې د ترهګرو ډلو اتحاد رامنځته کېدو څخه موخه په افغانستان او د سویلي آسیا هیوادونو کې د سولې ځپل دي.
پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو له منځه د طیبه لښکر، جیش محمد او دغه راز د داعش خراسان څانګې او طالبانو خپلو سیمه ییزو متحدانو همکارۍ سره، افغانستان کې د ترهګریزو ډلو اتحاد رامنځته کړی.
بلومبورګ امریکایي نشریه رپوټوي چې د ترهګرو ډلو د اتحاد رامنځته کېدو څخه موخه، افغانستان او د سویلي آسیا هیوادونو کې نا امني رامنځته کول دي.
دغه رپوټ کې راغلي چې افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل، افغانستان کې ترهګریزو ډلو اتحاد ته لار هواروي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، یادې ډلې دغه راز کابل کې د هندوانو پر معبدونو او هند پر شتمنیو د برید په لټه کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال هم ویلي چې د دغو ډلو رامنځته کېدو تمه له پخوا هم د وړاندوینې وړ وه او د دغې ډلو د اتحاد د رامنځته کېدو موخه، د ټولې سیمې د امنیت او ټیکاو له منځه وړل دي.
بلومبورگ د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په حواله لیکلي چې طالبانو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
خو طالبان داعش او پاکستان کې میشتو ترهګرو ډلو سره د دغې ډلې اړیکې ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې له طالبانو ژمنه اخیستل شوې، چې له القاعدا او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.
خو د سولې خبرو په درشل کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر ځای پاکستاني جنګیالي جګړه مخ ته وړي.
له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې پاکستاني جنګیالي وژل کیږي چې جسدونه یې د ډیورنډ هاغې غاړې پاکستان ته وړل کیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.