امریکا له جرمني د (۱۲۰۰۰) پوځیانو د وتلو بهیر پیلوي
خبریال وېبپاڼه – د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر اعلان وکړ چې د ټرمپ د ژمنې سره سم به د جرمني نه خپل (۱۲۰۰۰) پوځیان وباسي.
پینټاګون وايي چې (۵۶۰۰) پوځیان به د ناټو په نورو غړو هیوادونو کې ځای پرځای کوي چې ایټلي او بلجیم پکې شامل دي؛ خو (۶۴۰۰) امریکايي سرتېري به خپل پلرني ټاټولي ته بېرته ستنوي.
دې پلان ته د ناټو ځواکونو د پیاوړتیا او د امریکا له لوري په پوځي بجټ کې د سپما او مصارفو د کمولو نوم ورکړل شوی دی .
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ټینګار کوي چې دا عمل به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه شوی عمل بشپړ کړي .
نوموړی زیاتوي چې : “دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو، موږ په دې اړه ښه احساس کوو، موږ د نېټو ځواکونو لپاره د دې ارزښت او د روس د مخینوي په خاطر غواړو ژر خپل پوځیان را وباسو“.
امریکا په جرمني کې خورا لویه پوځي اډه لري چې (۳۶۰۰۰) شپږدېرش زره پوځیان او (۱۲۰۰۰) د دفاع وزارت ملکي کارکونکي کار پکې کوي .
د پینټاګون د معلوماتو له مخې هلته ۲۶۰۰ دوه زره شپږ سوه ریزرو سرتېري هم شته دي .
جرمني دا مهال په یورپ ؛ افریقا او منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو مرکز دی چې لوی شمیر پوځیان یې ورکي ساتلي دي .
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره جون میاشت کې اعلان کړی وو چې په جرمنې کې به د خپلو پوځیانو شمیر ۲۵۰۰۰ زرو ته راټیټوي ، خو ددې پوځیانو د وتلو دقیقه نېټه نه وه روښانه؛ البته اوس چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اعلان وکړ هم یې د پوځ د وتلو دقیقه نېټه نه کړه روښانه خو ښاغلي ایسپر وویل چې ژر به د پوځیانو د وتلو لړۍ پیل کړي .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې باور دی چې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو نه د پوځ را ټولول به ددغه هیواد اقتصاد ته لویه ګټه ورسوي؛ خو پر نوموړي باندي په دې تړاو په کور دننه او له امریکا بهر سختې نیوکې کېږي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.