The news is by your side.

امریکا له جرمني‌ د (۱۲۰۰۰) پوځیانو د وتلو بهیر پیلوي‌

خبریال وېبپاڼهد امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر اعلان وکړ چې د ټرمپ د ژمنې سره سم به د جرمني نه خپل (۱۲۰۰۰) پوځیان وباسي‌.

پینټاګون وايي چې (۵۶۰۰) پوځیان به د ناټو په نورو غړو هیوادونو کې ځای پرځای کوي چې ایټلي او بلجیم پکې شامل دي؛ خو (۶۴۰۰)‌ امریکايي‌ سرتېري به خپل پلرني ټاټولي‌ ته بېرته ستنوي‌

دې پلان ته د ناټو ځواکونو د پیاوړتیا او د امریکا له لوري‌ په پوځي بجټ کې د سپما او مصارفو د کمولو نوم ورکړل شوی دی .

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ټینګار کوي‌ چې دا عمل به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه شوی عمل بشپړ کړي .

نوموړی زیاتوي چې :  “دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو، موږ په دې اړه ښه احساس کوو، موږ د نېټو ځواکونو لپاره د دې ارزښت او د روس د مخینوي په خاطر غواړو ژر خپل پوځیان را وباسو“.

امریکا په جرمنيکې خورا لویه پوځي اډه لري چې (۳۶۰۰۰) شپږدېرش زره پوځیان او (۱۲۰۰۰) د دفاع وزارت ملکي‌ کارکونکي کار پکې کوي .

د پینټاګون د معلوماتو له مخې هلته ۲۶۰۰ دوه زره شپږ سوه ریزرو سرتېري هم شته دي .‌

جرمني دا مهال په یورپ ؛ افریقا او منځني ختیځ‌ کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو مرکز دی چې لوی شمیر پوځیان یې ورکي ساتلي‌ دي .

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره جون میاشت کې اعلان کړی وو چې په جرمنې کې به د خپلو پوځیانو شمیر ۲۵۰۰۰ زرو ته راټیټوي ، خو ددې پوځیانو د وتلو دقیقه نېټه نه وه روښانه؛ البته اوس چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اعلان وکړ هم یې د پوځ د وتلو دقیقه نېټه نه کړه روښانه خو ښاغليایسپر وویل چې ژر به د پوځیانو د وتلو لړۍ پیل کړي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپپه دې باور دی چې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو نه د پوځ را ټولول به  ددغه هیواد اقتصاد ته لویه ګټه ورسوي؛ خو پر نوموړيباندي په دې تړاو په کور دننه او له امریکا بهر سختې نیوکې کېږي .   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance