The news is by your side.

د غني له لوري‌ د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !

خبریال وېب پاڼهکه څه هم ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په لمړیو کې د هیواد د سمسورتیا په نیټ د ولس د اذهانو د بدلولو هڅه وکړه؛ خو دا هرڅه وروسته وروسته راڅرګند او د ولسمشر غني‌ اکثره خبرې ناسمې ثابتې شوې .‌

اوس دا خبره را برسیره شوې ده چې هر کله هر افغان چارواکي د افغانستان د اوبو د مهار خبره کړې ولسمشر غنيهغه په یوه نه یوه بهانه یا له هم هغې څوکۍ لیريکړی او یا یې منفق کړی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې چې د کله د هیواد د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني‌ د ګمبیري دښتې د ښیرازولو په موخه جاپانیان د قرار داد ډګر ته را نېژډې کړل ولسمشر غني‌ پوهه شو چې د کنړ د سیند مخه له پاکستان نه را اوړي او دا علت وو چې د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی یې په ډېر مهارت له دندې لیري کړ.‌

یوازي‌ دا نه د ګمبیري دښتې پروژې اسدالله ضمیر دهغه وخت د کرنې،‌ مالداري‌ او ابو لګونې وزیر وزارت هم وخوړ او دا چاره په ټپه ودرېده .‌

جاپانیان چې د ولسمشر غني په نیت پوهه شول چې د ګمبیري ډاګ په ښیرازي کې ډېره دلچسپي نه لري ورو ورو له دغې تاریخي پروژې پر شا شول خو یوې بلې ادارې ددغه (۱۶۵۰۰) کیلومتره مربع حاصل خیزه ډاګ ښیرازولو ته را ودانګل .‌

جبار نعیمي؛ نړۍ وال بانک او ګمبري ډاګ !

د ګمبیري ډاګ د یوه لوی کانال سروې د نړۍ وال بانک په مالي‌ مرسته په لغمان ولایت کې هم را پیل شوه؛ دا هغه وخت وو چې د لغمان د هغه مهال والي‌ عبدالجبار نعیمي په پرله پسې ډول د مرکزي‌ حکومت مجبورا وه چې د سربندونو په جوړو لو کې چې حیاتي پروژې دي په لغمان ولایت کې پانګونه وکړي‌.

جبارنعیمي د ګمبیري دښتې د لغمان د اړخ د سمسورتیا پروژې هاخوا درې نور لوی کانالونه په مرکزي‌ حکومت ومنل او د دولت د انکشافي پروژې برخه شوه .

دا پروژې لا نه وې پیل شوې چې ولسمشر غني د لغمان واليجبار نعیمي له لغمان نه د کندز ولایت ته بدل کړ او هغه پیل شوې پروژې بیا د ځنډ او خنډ ښکار شوې.

نړۍ وال بانک چې د ګمبیري دښتې د لغمان اړخ ته یې د سمسورتیا په مټ وردانګلي وو ښايي پوی شوی وي چې د ګمبیري دښتې په سمسورتیا کې ولسمشر غني‌ دلچسپي نه لري؛ نو له لغمان نه د جبار نعیمي‌ په تګ سره دا پروژه هم په ټپه ودریده چې لا هم ولاړه ده .

ګمبیري ډاګ د ګلاب منګل ولایت هم وخوړ !

د ننګرهار ولایت د بل هر والي‌ برخلاف ګلاب منګل د ګمبیري ډاګ په سمسورتیا کې زیاته دلچسپي لرله او دا علت وو چې د هغه د ولایت پر مهل یوځل بیا د ګمبیري‌ ډاګ سروې وشوه او د دغه لويياو پراخې دښتې د سمسورتیا لپاره یې ګړندۍ هڅې وکړې .

هغه وخت د ولسمشر غني‌ په غوښتنه هڅه وشوه چې پر ګمبیري ډاګ هوايي ډګر جوړ کړي‌ خو ګلاب منګل په خورا مهارت د اشرف غنيدا هڅه مهار کړه او د هوايي ډګر پروژه یې روداتو ډاګ ته واړوله .

ګلاب منګل وايي چې د کنړ سیند باندې د برښنا بند جوړولو پروژه د مرحوم سردار داود خان د وخت پروژه وه، چې کارونه یې اوس له سره شروع شوي وو، ددې پروژې لپاره دوه ځلې د کابل څخه د اوبو او برښنا وزارت فني پلاوی او انجینران ننګرهار ته راغلل، چې پدې پلاوي کې انجینر دلاور طوطاخیل هم شامل وو.

بالاخره دا پروژه د اوبو او برښنا وزارت لخوا منظوره هم شوه، ددې پروژې د سروې او ډیزاین قرارداد د یوه ایراني شرکت سره وو، ګلاب منګل زیاتوي چې انجینردلاور طوطاخیل ما ته ددې پروژې د ډیزاین د ختمیدو مبارکي راکړه، همداراز د اوبو او برښنا وزارت د یوه مکتوب په ذریعه ددوی د پلاوي سره زمونږ د ادارې او د ننګرهار ولایت د کامې او خیوې ولسوالی مسؤلینو همکاری څخه مننه وکړه، مونږ د ولایت مقام په اداري مجلس کې هم ددې پرو ژې یادونه وکړه دا پروژه نو اوس کار ته تیاره  او د ګمبیري ډاګ د سمسورتیا پروژې ډیزاین تکمیل شوی، نقشې او نور اسناد یې یې موجود دي.‌

خو کله چې ولسمشر غنيله دې ټوليچارې خبر شو ګلاب منګل یې ه منفق کړ او تر اوسه پر کور ناست دی.

اشرفغنيولي‌هغهچارواکينه پرېږدي‌ چې ګمبیري ډاګ زرغونه وي‌؟

که څه هم د دې پوښتنې ځواب ښايي له اشرف غنياو د هغه له تر ټولو نېژدې کړۍ پرته بل چاته سم معلوم نه وي‌ خ دافغانستان ډېری وګړي په دې باور دي‌ چې اشرف غني‌ د خپلواک د غځولو په موخه د پآکستان د ملاتړ په ترلاسه کولو کې د خپلې واکمنې په لمړنۍ دوره کې له پآکستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ومانه او ډیورنډ‌ ته یې عملي‌جامه ورواغوښته او د واکمني‌ په دوهم ه دوره کې د پاکستان د خوشاله ولو په موخه د ګنبیري ډاګ په زرعاتيپروژه په هواييډګر د بدلولو هڅه وکړه .

زما په اند پر ګمبیري ډاګ د غني‌ او پآکستان په خوښه هواييډګر جوړېدل دافغانانو لپاره د منلو وړ نه دي؛‌خو په لویه کې اشرف غني پر خپله لمن یو تور او تاریخي‌ داغ برېښود .‌

یوه اړیه یادونه !

د دې لیکنې او د ګمبیري ډاګ په تړاو ټول حقوق د خبریال وېبپاڼې سره خوندي‌ دي‌ او هیڅو ک یې په هیڅ‌ بڼه د بیا خپراوي‌ او کاپي‌ کولو حق نه لري .

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد 

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

  

    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.