د فرهان یوسفزي د سکرټر بارکزي‌ ګڼې ناقانونه مقررۍ !


Notice: Undefined variable: post in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

Notice: Trying to get property 'ID' of non-object in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

خبریال وېبپاڼه خبریال وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ نه مهم اسناد ترلاسه شوي‌ چې په یو کال کې (۷۰)‌ نوې مقررۍ شوې دي‌ چې لویه برخه یې د فرهان یوسفزي د سکرټر چې د دندې ټایټل یې « چیف اډوایزر» ورکړی دی مقرر کړي دي‌.

دا کسان د کرکټ بورډ تر پخواني ‌تشکیل زیات دي‌؛ البته د ځینو لپاره پخواني ‌باتجربه مامورین ایستل شوي‌ او ځینو ته نوي‌بستونه ایجاد شوي دي .

عبدالله بارکزی چې په کرکټ‌ بورډ کې ځان د چرمین خاص نماینده او سکرټر بولي‌ په دغه لړ کې (۱۶) خپل خپلوان او ملګري‌ ځای پر ځای کړي‌ دي‌.‌

دغه کسان چې هره میاشت تر یو میلیون زیات معاش اخلي د کرکټ بورډ د سرچینو په وینا چې د بورډ ترګټو د بارکزي ‌ګټې ورته مهمې دي‌.‌

د کرکټ بورډ سرچینې وايي چې عبدالله بارکزی په بورډ کې په ناوړه چلند تورن دی او تر ډېره بریده هڅه کوي ‌چې د بورډ مامورین وډار کړي؛ هغه ځان فرهان یوسفزي‌ ته نېژدې بولي‌ د بورډ کارکونکو ته وايي‌ چې د کرکټ بورډ د رسمي‌ چارواکو پر ځای باید ده دده خبره ومنل شي‌.

هم داراز عبدالله بارکزی په بورډ کې دننه مېلمستیا وې کوي‌ او د بورډ کارکونکو ته د ا ور فهموي ‌چې ګواکې نومړی له امنیت شورا سره نېژدې اړیکي ‌لري‌ او میلمانه یې همېشه د امنیت شورا غړي‌ وي‌.

د امنیت شورا دمطبوعاتي‌ دفتر یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د امنیت شورا له نوم نه د ناوړه استفادې په تړاو به ډېر ژر د کرکټ بورډ دمشاور (سکرټري) عبدالله بارکزي‌ موضوع وسپړي .

امنیت شورا دا رد کړه چې عبدالله عبدالله بارکزی په په دغه امنیتي‌ارګان کې ژورې رېښې لري ‌او ویې ویل چې ښايي د ځینو مامورینو سره و پېژني خو دا په دې معنا نه ده چې ښاغلی بارکزی د امنیت شورا د ریس حمدالله محب ځانګړی دوست یا په کرکټ بورډ کې ددغې شورا استازی دی .

عبدالله بارکزی چې په اداري فساد او د چرمین له نومه په ناوړه ګټه اخیستنې مشهور دی امریکا ته د کرکټ بورډ د اسنادو په مټ په اخیستل شوې ویزه روان دی .

د افغانستان د کرکټ څارونکي‌په دې باور دي‌چې که چېرته عبدلله بارکزی په هم دغه بورډ کې پاتې شي؛ ښايي‌ د کرکټ بورډ ‌حالت لا نور ویجاړ او پخپله د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزی استعفا ته اړشي‌.

کرکټ بورډ: دچرمین فرهان یوسفزي‌ له فساده پرده اوچته شوه

فرهان کرکټ ته څه او کرکټ بورډ فرهان ته څه ورکړل ؟‌

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More