The news is by your side.

شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو وړاندې راتګ او د افغان حکومت چوپتیا ناندریزه شوې ده.

د ننګرهار په دور بابا کې د شینوارو قومي مشرانو یوه لویه غونډه کې حکومت تته د پېغور په ډول وویل چې که د دور بابا د تاسیساتو ورانولو کې اقدام نه کوي، ولس به په خپل زور دغه دروازې ړنګې کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني ملېشو لخوا د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې تحرکات او وړاندې راتګ زیات شوی دی خو ارګ او نور نظامي چارواکي پرې چوي دي، چې په ولسي کچه یې ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

یو شمېر سیاسیون او له حکومت بېل خلک په دې باور دي چې اشرف غني او ورڅېرمه کړۍ یې په ډیورنډ تپل شوې کرښه باندې له پاکستاني لوري سره معامله کړې ده. لا څرګنده هم نه ده چې څرنګه معامله خو له کله چې نه چې ښاغلی غني د چارو ګدۍ وال شوی، په ډیورنډ باندې د پاکستان تحرکات او اغزن سیم لګول په بې سارې توګه زیات شوي دي او حکومت هم پرې بشپړه چوپتیا غوره کړې ده.

څه موده مخکې د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د حکومت لخوا د لوی هوایي ډګر جوړونې پلان هم پاس شو او ویل کېږي چې په نیږدې راتلونکې کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي. ګمبیري کمپ د کونړ اوبو ته تر ټولو غوره حاصل خېزه سیمه بلل کېږي چې د شهید داود خان پر مهال یې سروې شوې وه خو غني په دې کار سره غواړي د کونړ اوبه په مستقیم ډول پاکستان ته ولاړې شي او په غځېدلې لار کې ورته کوم موانع هم پیدا نه شي.

د دور بابا اوسېدونکي په حکومت نیوکه کوي چې نظامیانو یې ولې د پاکستان لخوا په جوړېدونکو تاسیساتو باندې له لوموړي سره چوپتیا غوره کړې ده. د دور بابا د سرحدي ځواکونو قومندان څه موده مخکې وویل چې که مرکزي حکومت اجازه ورکړي، په څلورو ساعتونو کې به یاده سیمه د پاکستانیانو له شتون پاکه کړي او دروازې به ویجاړې کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې دغې تاسیساتو ته پرېښودل شول او اوس چې دومره جدي غبرګونونه هم روان دي، ولې حکومت پرې چوپ دی، تر دې دمه حکومت ولس ته کوم وضاحت ورکړی نه دی.

تر اوسه د امنیت شورا له مشاور حمدالله محب سربېره د ملي شورا غړو هم په دې هکله جلا غبرګونونه ښودلي، خو د عمل تر کچې کوم څه نه دي شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.