The news is by your side.

قطر د سولې په کوربتوب د افغانستان د کانونو قرارادادونه غواړي

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستیو کې په افغان سوله باندې نړیوالو باج اخیستونکو تر بل هر وخت هلې ځلې زیاتې کړې دي او هڅه کوي په یوه نه یوه بهانه ځان د افغانستان په روان برخلیک کې شامل کړي.

د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو تاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي چې قطر ځکه د افغان سولې د مذاکراتو کوربتوب کوي چې د افغانستان د کانونو او نورو زخایرو قراردادونه خپل کړي.

قطري شېخان چې اوس د وسله والو طالبانو د مشرانو کوربه هم دی او شاوخوا ۴۰۰ طالب مشرانو ته یې کورونه او د امریکا په همکارۍ میاشتني معاشونه ټاکلي دي، هڅه کوي د افغانستان په را روانو چارو کې زیات دخیل شي او په دې سره وکولی شي خپلې اقتصادي او نظامي ګټې ترلاسه کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وړمه ورځ د سولې د روانو خبرو په هکله له ولس سره ځینې هغه رازونه شریک کړل چې حکومت یې د پټولو هڅه کوي. نوموړي وویل چې حکومت د سولې له روانو مذاکراتو څخه وتلی دی او هڅه شې ده چې نړیوال زموږ په سوله خپل دریځونه را باندې را وتپي.

ښاغلي نبیل پر امریکا هم نیوکه وکړه چې د پاکستان او ترهګرو په اوږده یارانه او د افغانستان په نارامه کولو باندې یې چوپتیا غوره کړې ده، چې په وینا یې دا خپله هم پوښتنې زیږوي.

نوموړي پر افغانانو غږ وکړ چې د سولې روان برخلیک خراب لوري ته روان دی او په وینا یې باید پرې چوپ پاتې نه شي.

ده همداراز وویل چې د سولې پروسه هم نیابتي شوې، افغانان په دې پروسه کې هېڅ ډول برخه نه لري او زموږ د سرنوشت په اړه نور هېوادونه تصمیم نیسي.

دا لوموړی ځل نه دی چې یو سیاستوال په سوله باندې دا ډول ژوره ناهیلي څرګندوي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر سیاسیونو او مطرح څېرو د سولې په هکله د حکومت پر ناکارۍ نیوکې کړې وې.

نبیل وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ضمیمه کې څه دي، ولې افغانان پرې نه خبرېږي، لږ ترلږه خو باید پوه شو چې د افغانستان په تړاو ضمیمه لیکونو کې څه شته دي.

ګڼ شمېر نور سیاسیون او نظر خاوندان هم وایي چې د سولې روان بهیر د نورو هېوادونو سیاسي او اقتصادي تړون دی چې افغانستان به بیا هم د دسترخوان په درلودلو سره بې دسترخوانه وند کوي.

د یادونې وړ ده چې مخکې قطر په افغانستان کې سفارت هم نه درلود، کله چې د افغان سولې د مذاکراتو کوربتوب ورکړل شو، دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت پرانیس.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.