The news is by your side.

مارشال زاد ولایت کې ۴ والیان دی، خو امنیت پکې نشته

 

خبریال وېب پاڼه/د پخواني ولسمشر کرزي له دورې بیا تر اوسه په افغانستان کې د زورمندۍ او ځان غوښتنې دریځ دومره پیاوړی شوی چې له انارشۍ سره به کم توپیر ولري.

 

جوزجان د ازبک ټبر کور او د افغانستان د دریم مارشال عبدالرشید دوستم پلارنی ټاټوبی دی. دغه ولایت په یو وخت څلور والیان لري خو امنیت یې ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی.

 

په دغه ولایت کې د حکومت لخوا له نن نه شپږ میاشتې وړاندې د مولوي لطف الله عزیزي په نوم نوی والي معرفي شو، خو نوموړی د اوسني مارشال او پخواني جنګسالار عبدالرشید دوستم له وېرې دغه ولایت ته د خپل ماموریت لپاره تللی نه شي او په دغه موده کې نوموړی له کابله د جوزجان چارې سمبالوي.

 

د راپورونو له مخې د جوزجان ولایت چارې اوس د عبدالقدیر مالیه په نوم سرپرست والي سمبالوي، خو ویل کېږي چې د دغه ولایت خلک نوموړي ته د ستونزو او نورو اړتیاوو د حل په موخه نه ورځي او پر ځای یې د افتخاري مارشال دوستم لخوا ټاکل شوي والي مولوي عبدالحی حیات ته خلک ورځي.

 

سرچینه وایي چې مولوي حیات د دوستم لخوا په ورکړل شوې ماڼۍ کې اوسېږي او له همغه ځایه د دغه ولایت چارې سمبالوي.

 

دغه وړوکی ولایت په یو وخت د څو زورمندو او مافیایي کړیو له جدي فشار سره مخ دی، چې په رأس کې یې خپله دوستم هم دی.

 

څه موده وړاندې نوموړي ته د افتخاري مارشالۍ تاج هم په همدې ولایت کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ور په سر شو. ډاکتر عبدالله چې نوموړي ته یې د مارشالۍ د رتبې لپاره له اشرف غني سره چاڼې وهلې او بالاخره پرې ویې منله، دوستم ته یې د ولسمشر په منظورۍ دغه رتبه ورکړه.

 

هېره دې نه وي چې د جوزجان ولایت لپاره څلورم والي د وسله والو طالبانو لخوا هم ټاکل شوی دی. د دغې وسله والې ډلې لخوا د ټال شوي والي نوم مولوي سنت الله دی.

 

په ټوله کې دغه ولایت د دریو مولوي صاحبانو والیانو او یو مالیه لخوا اداره کېږي خو بیا هم په کې امنیت ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی.

 

 له فاریاب سربېره فاریاب، بلخ او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم دوستم زیات فعال دی او خپل نفوذي کسان یې په دندو باندې ګمارلي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance