The news is by your side.

سعودي د مرستو په دوام ۶۰۰ نور ښوونځي جوړوي

خبریال وېب پاڼه/ سعودي عربستان غواړي په افغانستان کې د زده کوونکو لپاره ٦٠٠ ښوونځي جوړ کړي.

سعودي تر دې وړاندې افغانستان کې د ١٠٠ ښوونځیو د جوړولو خبره کړې وه.

په سعودي کې د افغانستان سفارت چې د سعودي له چارواکو سره یې کنفرانس درلود، د اعلامیې پر خپرولو د سعودي د چارواکو له خولې لیکلي چې یاد هېواد به په افغانستان کې د سلو ښوونځیو پر ځای ٦ سوه ښوونځي جوړ کړي.

سعودي عربستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې یو شمېر پرمختیایي او انکشافي پروژې پلي کړي او اوس یې یو ځل بیا په دې برخه کې له افغانستان سره ژمنه تازه کړې.

افغانستان کې لسیزو جګړو له امله د زده کړو سېسټم زیانمن شوی، اوس مهال هم زیات شمېر زده کوونکو د ژمي په سخته سړه هوا او د دوبي په ګرمۍ کې د ودانیو نه شتون له امله درس ویلو لپاره سره لمر ته ناست وي.

د افغانستان ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او کومو ښوونځیو ته چې تازه ودانۍ جوړیږي زیات شمېر یې د کار د کیفیت له امله خرابې وي او ژر تخریب کیږي.

د زده کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره اړینه ده چې قوي او معیاري ودانۍ جوړې شي، ځکه د طبیعي پېښو، لکه زلزلې، باران، سېلاب او نورو پر مهال د ښوونځیو د ودانیو تخریب او یا ناڅاپي غورځېدنه یې د لسګونو زده کوونکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کولی شي.

له دې سره چې د افغانستان د ښوونیز سېسټم پر وړاندې ډېر خنډونه شته، نو د زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال او ودانیو نه شتون د دوی پر زده کړو ډېر اغېز لري او دا د زده کړو بهیر پر وړاندې ننګونکی دی.

افغانستان کې په تحصیلي او ښوونیزو برخو کې د اسانتیاوو او سهولتونو رامنځته کول د پرمختیایي پروګرامونو یو مهم محرک بلل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance