The news is by your side.

تېره اونۍ د لسګونه طالبانو جنازې پاکستان ته تللي

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان هېواد کې فعالان وایي، د افغانستان په جګړه کې وژل شوي جنګیالي پاکستان ته راوړل کیږي.

د بشر حقونو فعاله پښتنه ګلالۍ اسماعیل وایي، د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو طالبانو جسدونه پاکستان را روان دي.

نوموړې ویلي، د تېرې جمعې پر ورځ خیبر پښتونخوا ته د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو طالبانو ١٥ جسدونه او وزیرستان ته ٨ جسدونه ور وړل شوي، دا ټول د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په ورته توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او مخکښ غړی علي وزیر هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستانیانو جنګېدل تأییدوي او وایي، چې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي کسان پاکستانیان دي او دلته یې جسدونه را روان دي.

علي وزیر وایي، د پاکستان د انسان وژنې پر پالیسۍ نیوکه کوي او له روڼ اندو پاکستانیانو غواړي چې د خپل حکومت پر پالیسیو دې غور وکړي او د پاکستان انسان وژونکي ریاست پسې دې راپورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې خبرو ته پهنزدې کېدو او د بندیانو د خوشې کولو په درشل کې اوس د پاکستان استخبارات د طالب په نوم د طالب پر ځای د جګړې لپارا بهرنیان را لیږي.

په دې وروستیو کې له افغان ځواکونو سره چې په جګړه کې څومره طالبان وژل کوي د زیات شمېر وژل شویو سره د پاکستان پېژ پاڼې وې.

په ورته مهال د پکتیا ولایتي شوره وایي، چې پکتیا ته د طالبانو پر ځای د پاکستان له لوري، قبایلي ځوانان، پنجابیان، عربان، چیچنایان او نور بهرني ترهګر د جګړې لپاره راغلي، چې د خلکو پر ځورونو او حکومت ضد کړنو یې لاس پورې کړی.

د پکتیا ولایتي شورا وایي، چې ښکاري د طالبانو په لیکو کې د افغانانو فعالیت کمزوری شوی او په پکتیا کې هم له جګړې ستړو طالبانو وسلې اېښي او عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

خو اوس د پاکستان چې د ترهګرو ډلو لوی روزونکی او ملاتړی هېواد دی، غواړي دا تشه په نورو بهرنیو جنګیالیو ډکه کړې.

اوس مهال په افغانستان کې ٨٠ سلنه بهرني طالبان دي چې د نورو ترهګرو ډلو پورې اړوند دي، د ٢٠ سلنه افغان طالبانو له ؤلې ١٥ سلنه هغه طالبان دي چې کورنۍ په پاکستان اوسیږي او ٥ سلنه هغه کورني طالبان دي چې د کرښې ها غاړې د جګړې لپاره روزل کیږي، له جګړې ستړې دي خو د پاکستان له وېرې له لیکو تېښته نه شي کولی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.