۷۰ ورځې وروسته هم د عبدالله ډله پر کابینه سلا نه شوه
خبریال وېب آڼه/له ډاکتر اشرف غني سره د ډاکتر عبدالله د سیاسي هوکړې شاوخوا ۷۰ ورځې ووتلې خو دغې ډلې تر اوسه د وېشل شوي حکومت لپاره خپل نوماندان پوره کړي نه دي.
د ډاکتر عبدالله ډله له اشرف غني سره د حکومت پر وېش له سیاسي هوکړې څه د پاسه ۷۰ ورځې وروسته هم د خپلې برخې وزیرانو په معرفي کولو بریالۍ نه شوه.
دغه حالت په افغانستان کې د سولې او جګړې بحران نور هم ترینګلی کړی او د هېواد را روان برخلیک یې د یوې لویې معما په لورې بېولی دی.
خبریال ته رسېدلي معلومات ښایي چې په سپېدار ماڼۍ کې هره اونۍ د عبدالله د ټاکنیزو غړو لخوا لفظي ښکېلاک روان وي، ځینې وزارتونه، ځینې نورو نورې څوکۍ او واک غواړي. له همدې امله تر اوسه هم عبدالله توانېدلی نه دی چې حکومت ته خپله رسېدلې برخه وزیران معرفي کړي.
که څه هم څو ورځې وړاندې د ارګ ویاند وویل چې دوی ته د عبدالله لخوا ځینې معرفي شوي نوماند وزیران ناکاره دي او په وینا یې ارګ یې منلی نه شي.
د ډاکتر عبدالله له ډلې څخه رسنیو ته رسېدلي معلومات ښیي چې د دوی لخوا د کرنې او مالدارۍ وزارت لپاره انوارالحق احدي، د د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ته نورالحمن اخلاقیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته مصطفی مستور، د عدلیې وزارت ته فضل احمد معنوي او د قومونو او قبایلو وزارت ته محب الله صمیم معرفي شوي دي.
د ولسمشر لخوا که څه هم دوستم ته د مارشالۍ په منلو سره د افغانانو په منځ کې محبوبیت نزولي روان دی او دا یې یو تاریخي شرم بللی خو په ورته وخت کې نوموړی ټینګار کوي چې د کار شایسته کابینه به را منځته کوي.
یو عمومي برداشت دا دی چې کابینې ته د وزیرانو معرفي کول او په چارو ګمارنه سیاسي هوکړې او اختلافونه دي، نه د شایسته سالارۍ اصل خو ارګ بیا هم ټینګار کوي چې دوی مسلکي توب ته لومړیتوب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ولسي جرګه هم خپلې دوبنۍ رخصتۍ وکړي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت به دوام وکړي او کابینه به یو ځل بیا د اشرف غني د تېرې دوې په څېر وځنډېږي.
عام افغانان او ګڼ شمېر له حکومت وتلي سیاسیون وایي چې د افغان سولې روان بهیر یو نا معلوم او خطرناک حالت ته روان دی چې بیه به یې بیا هم ټول افغانان پرې کوي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.