نیمروز ته د غني ناکام سفر او د بلوڅ مشرانو احتجاج

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني چې نن یې نیمروز ولایت ته سفر کړی وو، د سفر په ترڅ کې یې له هیچا سره نه دي لیدلي، نیمروز ولایت کې بلوڅان خوابدي دي او سخت احتجاج یې کړی.

بلوڅانو نیمروز ته د ولسمشر له سفر سره تحریم وکړ، دوی وایي، ولسمشر یو سیاستمدار، پوپولیسټ، عوام فریب، ریاکار دی او ارګ ته په تللو سره یې په هېواد کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، ټولنیز عدالت، سولې او امنیت لپاره هېڅ رغنده رول نه دی لوبولی.

بلوڅان وایي، د غني د ولسمشرۍ له پیل سره سم په هېواد کې فقر او بې وزلي، مالي فساد، بې عدالتي، تعصب، قومي نفاق، تاوتریخوالی، وژنې او نا امنۍ لا اوج ته ورسېدې.

بلوڅان نیوکه کوي، چې په حکومت کې ورته برخه نه ده ورکول شوې او لېرې ساتل شوي دي، دوی وایي د هېواد په ټولو ویاړونو او لاسته راوړنو کې یې مهم رول لرلی دی. او د ملي ګټو او هېواد پر سر یې ننګ کړی او قربانۍ یې ورکړي دي.

دوی وایي، د کلونو په اوږدو کې د بلوڅانو په حق کې هر ډول ظلم، بې رحمي، بې عدالتي او کم نظري یې په پټه خوله تېره کړه او د هېواد د ملي ګټو ساتلو لپاره یې هر ډول خواري پر ځان تېره کړه، خو افسوس چې د بلوڅانو صبر او ښه نیت د نظام بد غوښتونکو او د افغانستان د شریف ملت دوښمنانو ته په ګټه تمام شو او غلطه استفاده یې ترې وکړه.

اوس چې د بلوڅانو د صبر کاسه ډکه شوې، هېڅکله د نورو قومونو او ژبو د پاسه د خپلې ژبې او قوم برتري نه غواړي، خو د حکومت په تشکیل او جوړښت کې د بلوڅانو برخه، ټولنیزو امکاناتو او سهولتونو ته د بلوڅو لاس رسی او ترې ګټه اخیستنه پرته د قید او شرطه لکه د نورو قومونو د بلوڅانو هم حق دی.

نیمروز کې د بلوڅ قوم رهبرۍ شورا پر نورو بلوڅانو غږ کوي، چې د خپلو حقونو د پښو لاندې کولو پر وړاندې نور غلې پاتې نه شي او د نیمروز د بلوڅو رهبرۍ شورا نن اعلان کوي چې د ولسمشر په هېڅ ډول غونډو او ناستو کې به ګډون نه کوي او تحریم اعلانوي او په راتلونکي کې به په نورو سیاسي غونډو او ناستو کې لازم تصمیم ونیسي.

ولسمشر غني نن سهار شاخوا ١٠ بجې نیمروز ولایت ته ورسېد او ټاکل شوې وه چې د نیمروز د ولایتي شورا له استازو، دیني علماؤو قومي مشرانو او مدني ټولنو غړو سره وګوري خو ولسمشر نیمروز ته په رسېدو له هیچا سره نه دي لیدلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum