The news is by your side.

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه !

خبریال وېب پاڼهد افغانستان د ولسمشريپر څوکۍ ناست محمد اشرف غني‌ د ننګرهار د ګمبیري دښته په هوايي ډګر بدلول د هیواد ځوانانو د ملي ګټو خلاف بللې او د دغه فرمان خلاف یې په پراخو لاریونونو لاس پوريکړی دی . د هیواد ځوان ټبر واييچې محمد اشرف غنيدا فرمان د پنجاب په غوښتنه لاس لیک کړی او د سردار محمد داود خان پر ملي‌ارمان یې خاورې اړولې دي .

د غني‌د فرمان خلاف نن د لاریونونو لړۍ دافغانستان له ننګرهار ولایت نه پیل او دا به تر هغو دوام کوي چې تر څو اشرف غنيخپل فرمان بیرته نه وياخیستی .

درې غونډې نن د هیواد په دریو بیلا بیلو ولایتونو کې رابلل شوې دې ؛ او د غونډو لړۍ به روانه وي‌.

لمړۍ غونډه: د ننګرهار ولايتي شورا  مخ ته نن یکشنبه ، د چنګاښ ۲۹ د سهار ۸ بجې.

دوهمه غونډه: بغلان کې  د پلخمري مرکزي څلورلارې نن یکشنبه ، د چنګاښ ۲۹ د سهار ۹ بحې.

دریمه غونډه: د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې نن یکشنبه د چنګاښ ۲۹ د مازدیګر ۵ بجې.

د سردار محمد داود خان ارمان ( ګمبیري دښته) د محمد اشرف غني په فرمان اوس په هوايي ډګر بدلیږي . دافغانستان ځوانان وايي‌ چې که چېرته له اشرف غني‌ سره د هیواد غم وي ، نو په ننګرهار کې شته هوايي ډګر دې پراخ کړي ، خو د ګمبیري ډاګ دې په هوايي ډګر نه بدلوي .

ګمبیری ډاګ چې لویه برخه یې په ننګرهار او یوه برخه یې لغمان ولایتونو کې ده ؛ په ۱۳۵۳ کال کې د سروې چاره پیل شوه او تر ۱۳۵۴ هجري‌شمسي کال پوري یې دوام وکړ.

دې سروې کې د سردار محمد داود خان په غوښتنه د کنړ د سیند د اوبو د مهار جاره تیاره شوه او د ګمبیري دښت د ابادولو لپاره پر پلان کار پیل شو.

که څه هم هغه وخت هم پاکستان ددغه کار سخت مخالبت کړی وو، خو د مدبر ولسمشر سردار داود خان له لوري‌ د پلان چارې ونه درول شوې او ددې ډیم د جوړولو لپاره د ډونر او مرستندویه هیوادونو دمرستو را غونډولو پرېکړه وشوه ؛ خو له داود خان سره بخت یاري ونه کړه او دا پروژه یې همداسي پاتې شوه .

تر داود خان وروسته ؛‌د خلقیانو ،‌پرچمیانو ، مجاهدینو او طالبانو په حکومت کې ددې دښتې لپاره کوم پلان نه وو،‌خو د حامد کرزي د حکومت پر مهال پاکستان یوځل بیا هڅه وکړه چې د ګمبیري دښته په هوايي ډګر بدله کړي ، خو هغه مهال د حامد کرزي له سخت مخالفت سره مخامخ شو .

دادی اوس د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال پاکستان بریالی شو چې د ګمبیري دښته په هوايي ډګر بدله کړي .

د باور ځواک په نوم را ټوکیدلی د ځوانانو تحریک پتېیلې ده چې ددغه فرمان تر کنسلیدو پوري‌به دودوی احتجاجونه دوام مومي او غني به مجبوره وي چې د ګمبیري دښتې فرمان بیرته واخلي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.