The news is by your side.

اسپانیا کې د کرونا دویمه څپه، کاتالونیا بیا قرنطین شو

خبریال وېب پاڼه/کرونا ځپلې اسپانیا چې تازه یې د آرام ساه باسلې وه، اوس یو ځل بیا د دغې وبا د دویمې څپې ښکار شوې ده.

اسپانیا او ایټالیا دوه هغه نومونه دي چې په اروپایي هېوادونو کې یې تر تېرې میاشتې پورې نومونه د کرونا ځپلو هېوادونو په لومړۍ لیکه کې یادېدل خو له لږ آرامۍ وروسته اوس یو ځل بیا د کرونا دویمه څپه پرې را ګرځېدلې ده، حکومت یې هم پرېکړه کړې ده چې د کاتالونیا ښار اوسېدونکي دې په کورونو کې تم شي.

له دې سره ویل کېږي یوازې د اسپانیا لوی ښار بارسلون چې ۴ ملیونه وکړي په کې اوسېږي، له کورونو څخه د اړتیا پر مهال وتلی شي.

په ټوله اسپانیا کې د تیاتر او سینما سالونونه هم د شپې لخوا وتړل شول، خو رستورانتونه به په نیمه ډول فعالیت کوي.

د عمر خوړلو کسانو له ځایونو څخه لیدل هم منع شوي دي او په ټول هېواد کې تر لسو د زیاتو کسانو یو ځای کېدو باندې هم بندیز لګول شوی دی.

کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ باندې راج چلوي او په ډېری هېوادونو کې لا هم په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. تېره ورځ د ایران مذهبي مشر وویل چې په ایران کې شاوخوا ۴۰ ملیونه وکړي په کرونا سوبا باندې اخته شوي دي خو په وینا یې دوی په رسمي دول ثبت شوي نه دي.

هخوا امریکا کې لا هم دغه وبا په صعودي مدار کې ده چې تېره ورځ یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰۰ کسانو تازه مړینه ثبت شوه. تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۱ کروړ او ۴۰ لکه کسان په دغې ناروغۍ باندې اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۶ لکه او ۲ زره کسان مړه شوي هم دي.

د اسپانیا د کاتالونیا ایالت مرکزي ویاند په خپلو څرګندونو کې وویل، د دې لپاره چې د کرونا د دویمې څپې له امله ټول هېواد یو ځل بیا قرنطین نه کړو، ومو پتېیله چې یوازې په همدې لوی ښار کې ګرځبندیز اعلان کړو تر څو د ټولو لپاره په خیر تمام شي.

ویل کېږي اوسنی قرنطین به د دوو اونیو لپاره په یادو شویو ښارونو کې ادامه پیدا کړي.

اسپانیا د نړۍ په کچه د کرونا ځپلو هېوادونو په کتار کې نهم ځای لري چې تر اوسه یې ۳۰۷ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي او له دې ډلې څخه یې څه د پاسه ۲۸ زره او ۴ سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance