طالبان د پاکستان په لمسون د خلکو درمدونه سوځوي
خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو له انساني فاجعې را وروسته نباتي هغې ته هم ملا وتړله او په ننګرهار کې یې د ګڼ شمېر بزګرانو فصلونو ته اور اچولی دی.
د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ګڼ شمېر بزګرانو د غنمو درمدونو ته اور ورته کړی دی او لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي غنم یې سوځولي دي.
په دې وروستیو کې د وسل والو طالبانو په لیکو کې ډېر داسې کارونه لیدل کېږي چې په منځني ختیځ کې داعش او نورو ترهګرو ډلو هم کړي نه دي. دوی په ظاهره دا ډول سخت او بشري ضد اعمال په داعش ترهګره ډله ور اچوي خو ویل کېږي په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې د پاکستان څارګره اداره د افغانستان هر ولایت ته را رسېدلي دي.
دوی په یوه او بله بهانه د عامو افغانانو له وژنې را نیولې بیا یې تر شتمنیو او زراعتي ځمکو، ټولو ته د زیان رسولو په درشل کې دي.
له ننګرهار څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د یو شمېر کروندګرو فصلونو ته اور ورته کړی دی او د جریبونو ځمکې غنم یې ایره کړي دي.
تر دې وړاندې له سیمې څخه راغلو راپورونو کې راغلي وو چې ځینې کسان د افغانستان غنم په غیر قانوني ډول پاکستان ته قاچاق کوي. ویل کېږي په دې وروستیو کې پاکستان د غنمو له سخت بحران سره مخ دی او په فصلونو کې یې ملخان را پیدا شوي دي. د معلوماتو له مخې د پاکستان له یوې صوبې څخه بلې ته هم د غنمو په لېږد بندیز لګول شوی دی.
دغه هېواد په دې وروستیو کې له هر ډول بحران سره مخ دی خو یوازې د ترهګرۍ په روزنه کې لا هم مخ په بره روان دی.
د ننګرهار د کامې اوسېدونکي وایي چې زموږ ټول شته او د کال خواري همدا غنم دي او په وینا یې حکومت باید د دوی د مالونو ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دغې وسله والې ډلې په فاریاب، هلمند او لغمان ولایتونو کې هم ورته عمل ترسره کړی ؤ او د خلکو درمدونه یې سوځولي وو.
د دغې پېښې اصلي علت که هم روښانه نه دی خو د سیمې خلک وایي چې طالبان دا کار د پاکستان په لمسون کوي تر څو په خبره یې د افغانان د پاکستان قیمتي غنمو ته اړ شي او د هند له خوا د مرسته شویو غنمو غچ واخلي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د هندوستان له ټولو مرستو سره مخالفت لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.