د بودا مجسمې ماتونکي‌ پاکستاني‌ توندلاري ‌ونیول شول

خبریال وېبپاڼهد بودا مجسمې نیول شوي پاکستاني توندلاري د پولیسو په ولکه کې دي‌. دوی د محکومې پښتونخوا په مردان سیمه کې پر بودا برید کړی او د هغه مجسمه یې ماته کړې وه .

دا پیښه د تخت بهایي په غرنۍ سیمه کې شوې ده چې د بودایانو د سلطنت په وخت کې د ګندهارا مهمه سیمه وه. پدې سیمه کې شاوخوا زر کاله وړاندې په اوسني پاکستان او افغانستان کې د بودا مذهب دود و.

دغه تاریخي اثار پر متحده هندوستان د انګریزانو حکومت پر مهال ۱۸۳۶ کال کې موندل شوي، په ۱۸۵۲ کې یې کیندنې پیل شوې او په ۱۹۸۰ کال کې ملګرو ملتونو نړیوال میراث بللي وو.

ځايي اوسیدونکي وايي‌ چې له مردان نه شا وخوا دېرش کیلومټره لیري‌ په تخت بهايي سیمه کې د بودا تر (۱۰)‌ زیاتې نوري‌ مجسمې هم شته دي‌.

د بودا مجسمې ماتونکي په خواله رسنیو کې سخت غندل شوي‌ دي ؛ خو پولیس وايي چې د نیولو شویو کسانو نه تحقیقات کوي چې ولې یې دا مجسمه ماته کړې او د پیدا کولو نه وروسته یې ولې چارواکو ته خبر ندی ورکړی.

که ثابته شي چې نیول شویو کسانو دا جرم کړی، تر پنځو کالونو پورې د بند سزا پرې راختلی شي.

خو هلک وايي د پښتونخوا وطن داسي ستره هستي ضایعه کونکو ته پنځه کاله بند ډېر لږ دی او باید په عمري‌بند محکوم شي‌.

په نولسمه لسیزه کې طالب توندلارو دافغانستان په بامیانو ولایت کې هم د بودا یوه تاریخي مجسمه له منځه یووړه او اته یې کړه .

هغه وخت طالبانو دا یوه ستره لاسته راوړنه بلله ؛ خو وروسته څرګنده شوه چې طالبانو د بودا مجسمه د پاکستان په خوښه او غوښتنه ماته کړې ده .

د بامیانو مجسمه هم دافغانستان په خاوره کې موندل شوې او هم دا اوسنۍ مجسمه هم په محکومه پښتونخوا کې چې د افغانستان خاوره ده موندل شوې ده .‌

ددواړو مجسمو د ماتولو ترمنځ توپیر دادی چې په بامیانو کې د بودا مجسمه پاکستان روزلو وسله والو طالبانو ماته کړه ؛ او په مردان کې تازه ماته شوې مجسمه هم د توندلارو په امر او غوښتنه له منځ ه وړل شوې ده .

ځايي خلک وايي، د مجسمې له موندل کېدو وروسته ‘مذهبي مشران هلته راغلل او ویې ویل چې د بودا مجسمه ماته کړئ او له هغه وروسته مزدورانو او ټیکیدار په څټکو ماته کړه.

ځايي اوسېدونکي دا خبره هم کوي چې د بودا مجسمې په ماتولو سره پاکستاني استخبارات غواړي‌چې ټول پښتانه نړۍ والې ټولنې ته له نړۍ وال کلتوره لیري وروپېژني .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum