The news is by your side.

که طالبان تاوتریخوالي جاري وساتي، هوکړه ماتېدلی شي

خبریال وېب پاڼه/د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانې جنرال کینټ مکینزي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ګوتڅنډن کړې ده چې که طالبان تاوتریخوالی جاري وساتي، ښایي هوکړه ماتې شي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ جنرال کینټ مکینزي له یوې امریکایي رسنۍ سره په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا وسله والو طالبانو ته ګوتڅنډنه کړې ده چې که چېرته تاوتریخوالی جاري وساتي، دوی به ورسره کړې هوکړه ماته کړي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې طالبان په احتیاطي دول د دوی پر وړاندې بریدونه نه کوي او په وینا یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې خپلو افراطیتونو ته دوام ورکړی دی. مکینزي زیاتوي چې دوی حالت له نیږدې څاري او که پوه شي چې طالبان لارې ته نه راځي نو ښایي ورسره شوې هوکړه باندې له سره غور وشي.

څه د پاسه څلور میاشتې وړاندې امریکا له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ او په کې ژمنه شوې وه چې طالبان به خپل تاوتریخوالی په تدریجي ډول کموي خو دغې وسله والې ډلې برعکس بریدونه زیات کړل.

په دې وروستیو کې دغې وسله والې ډلې د سولې مذاکراتي پلاوي کې هم ځینې بدلونونه را وستلي دي او نظامي برخې ته یې د ملا عمر زوی ملا یعقوب تاکلی دی. یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي یوې بلې جګړې ته چمتووالی ونیسي.

د امریکا  پوځ دغه جګپوړي قومندان ویلي دي چې که د وسله والو طالبانو لخوا تاوتریخوالی په همدې ډول روان وي، نو د دې امکان شته چې په افغانستان کې د سولې هڅې ټکنۍ شي.

هېره دې نه وي چې دغه امریکایي جنرال د تېرې پنجشنبې په ورځ له ولسمشر غني سره هم په همدې تړاو خبرې وکړې او له افغان ځواکونو سره د خپلې همکارۍ د دوام ترڅنګ یې په سمدستي ډول د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني هم په دې وروستیو کې په څو غونډو کې ټینګار کړی دی چې طالبان باید د سولې خبرو ته د چمتووالي په موخه خپل نرمښت په عمل کې وښیي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.