ملي دسترخوان که د فساد نوی پروګرام؟

خبریال وېب پاڼه/ارګ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ملي دسترخوان په نوم بېوزلو ته د مرستو وېشلو بله لړۍ پیل کړه.

ولسمشر غني نن شنبې د روانې جولای میاشتې په ۱۸ مه نېټه په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ملي دسترخوان په نوم بېوزلو ته د مرستو وېشلو نوې لړۍ پیل کړه او ټینګار یې وکړ چې دغه پروګرام به له فساد څخه خالي وي.

په ورته وخت کې ډېری هېوادوال د ارګ لخوا دغه پروګرام د فساد او بډې وهلو نوی پروګرام بولي او زیاتوي چې د تېر په څېر به د دې بهیر یوه لویه برخه بیا هم د غلو او فاسدو چارواکو جېبونو ته لاړه شي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پروګرام به په دوو پړاوونو کې ترسره شي. لوموړی به یې په ۳۴ ولایتونو، ۱۲۳ ولسوالیو او ۱۲۸۹۶ کلیو کې څه د پاسه ۱،۶۷ ملیونه کورونو ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي چې په یاد شوي لوموړي پړاو کې به شاوخوا ۸۶ ملیونه ډالره ولګول شي، چې اوړه، وریجې، صابون، لوبیا او دې ته ورته ارتزاقي توکي به په کې شامل وي.

تر دې وړاندې د یوې رسنۍ څېړنیز راپور کې راغلي وو چې په تېر ځل قرنطین کې یوازې په کابل کې شاوخوا ۸۰۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې وې چې د خلکو توند غبرګونونه یې را پارولي وو. د دې تر څنګ ولایتونو ته له استول شوې بودیجې هم درنې غلاوې شوې وې.

د کرونا وبا په راتګ سره که د افغانستان اکثریت وګړي د فقر تر چتر لاندې راغلل او ډېری له دوی د ګڼو ستونزو له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړ خو په ورته وخت کې ګڼو سیاسيونو او حکومتي مقاماتو په کې ملیونونه ګټې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ملي دسترخوان په دویمه برخه کې به ۱۵۸ ملیونه ډالره ولګول شي. په دغه پړاو کې به هڅه کېږي چې د هېواد په کچه ۲۳۵ ولسوالیو کې څه د پاسه ۲،۵ ملیونه بېوزله وګړو ته مرستې ورسول شي.

دغه بهیر چې د چارواکو په وینا ۹۰ سلنه افغانان به تر پوښښ لاندې ونیسي، په پوره شفافیت او د ټولو څارونکو بنسټونو تر نظر لاندې ووېشل شي. که څه هم دا سخته ده چې ومنل شي دولت به ریښتیا د دغې بهیر په شفافیت کې اغېزمن رول ولوبوي خو ولس وار له مخې ورڅخه نهیلی دی او دا د پیسو حیف او میل بولي.

په تېر ځل مرستو کې هم ډېر وکیل ګذر او نورو هغو چارواکو چې په دغه بهیر کې ښکېل وو، غلاوې وکړې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More