The news is by your side.

پکتیا ته د طالبانو پر ځای پاکستانیان د جګړې لپاره راغلي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په پکتیا ولایت کې طالبانو وسلې اېښي او پر ځای یې د پاکستان له لوري پنجابیان، قبایلي ځوانان، چیچنایان او عربان د جګړې لپاره راغلي دي او په جنوب ختیځه حوزه کې یې د خلکو په ځورونو او حکومت ضد کړنو ته لاس ور اچولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فبروري په ٢٩ مه د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیک شوه او له طالبانو له نورو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه واخیستل شوه.

خو طالبانو دا ژمنه نه ده پوره کړې، پکتیا ته د طالبانو او پاکستان په مرسته نور بهرني جنګیالي راغلي او د طالبانو برخه جګړه هم پر مخ وړي.

د پکتیا ولایتي شورا وایي، چې ښکاري د طالبانو په لیکو کې د افغانانو فعالیت کمزوری شوی او په پکتیا کې هم له جګړې ستړو طالبانو وسلې اېښي او عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

خو اوس پاکستان چې د ترهګرو ډلو لوی روزونکی او ملاتړی هېواد دی، غواړي دا تشه په نورو بهرنیانو ډکه کړې.

د یادونې وړ ده چې د افغان امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ په وروستیو نښتو کې له زیات شمېر جنګیالیو د پاکستان پېژند پاڼې لاسته راغلي.

د پکتیا ولایتي شورا غړي وایي، چې نور نه غواړي د طالب په نوم د پنجاب جګړه مخ ته ولاړه شي او په منځ کې افغانان او افغان امنیتي ځواکونه ووژل شي، د سولې هڅې اغېزمنې شي، حکومت باید د افغان او بهرنیو طالب وسله والو ترمنځ توپیر وکړي او د ټولو پر وړاندې یو ډول دفاعي حالت بدل کړي.

دوی وایي، د ولسوالیو سره نږدې د طالبانو مرکزونو خلکو ته اندېښنې ور اچولي او هره شېبه یو نا معلوم برخلیک محسوسوي.

د پکتیا ولایتي شورا پر حکومت غږ کوي، چې له امریکا دې وغواړي، څو پر طالبانو فشار راوړي د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرېکون ژمن پاتې شي چې د بهرنیو له خوا روانه جګړه ودریږي.

اوس مهال په افغانستان کې ٨٠ سلنه بهرني طالبان دي چې د د نورو ترهګرو ډلو پورې اړوند دي، د ٢٠ سلنه افغان طالبانو له ؤلې ١٥ سلنه هغه طالبان دي چې کورنۍ په پاکستان اوسیږي او ٥ سلنه هغه کورني طالبان دي چې د کرښې ها غاړې د جګړې لپاره روزل کیږي، له جګړې ستړې دي خو د پاکستان له وېرې له لیکو تېښته نه شي کولی.

په ورته مهال نن بیا افغان حکومت د درنو جرمونو له ٦٠٠ طالب بیاندیانو یې ٥٠ ازاد کړل، په داسې حال کې چې خپله حکومت او نړیوالې ټولنې د داسې بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت ښودلی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.