The news is by your side.

معاشرتي ژوند کې هغه جملې چې مینه له منځه وړي

خبریال وېب پاڼه/په ګډ ژوند کې د هر چا هڅه دا وي چې مقابل لوری یې ترې خوشاله وي او د جنون تر کچې له یو بل سره مینه او لورېینه ولري. کم خلک به مینه نه خوښوي او یا به منځنی دریځ کاروي.

که غواړئ چې مین/مینه مو درڅخه خپه نه شي، هڅه وکړئ هغه څه و نه وایئ چې د مقابل لوري احساسات پرې مړاوي کېږي او له تاسې نه کرکې کولو ته اړ کېږي. را ځئ دلته مو په هغه څو مهمو جملو چې مینه د ځوړ خوا ته بیایي خبروو.

لوموړی؛ مین/ې ته خپله معشوقه/ معشوق په ټوله معنا بې عيبه ښکاري او فکر کوي چې د نړۍ تر ټولو غوره، ښکلی او وړ کس همدا دی، خو یاد ساتئ چې دغه شان باور تل سم نه وي، بلکې ډېری وخت غلط وي او هسې خوش باورۍ اخیستي وي.

ښایي اورېدلي مو وي چې پلاني او پلانۍ په مينتوب واده کړی خو اوس له يو بل سره د مينې  پر ځای کرکه لري، دوی هماغه مینان دي چې مينې لونيان او ړانده کړي وو، کله يې چې واده کړی، هغه څه چې دوی تر واده مخکې اټکل کړي تر واده وروسته کله چې يو بل لاښه پېژني، ګوري چې د دوی مخکنی فکر ناسم دی چې پدې ډول په خپل انتخاب ورو ورو پېښمانه کيږي او ژوند يې ورځ په ورځ ترخېږي.

نو هیڅکله دا فکر او هیله مه کوئ، چې ستاسې مینه/مین د نړۍ تر ټولو غوره کس دی، ځکه که چیرې د وخت په تیریدو مو دا هیله پوره نشي، او یا مو دا فکر ناسم ثابت شي، هغه وخت به مو زړه سخت مات شي چې ښایي جبرانول یې سخت وي.

دویم؛ ډېر شمېر وګړي فکر کوي چې خاوند/مېرمن يې هماغه دی چې په لومړي ځل يې ليدلی و، پېژندلی وو او تر قيامته به کوم بدلون ونه کړي، که چېرې تاسې هم دا ډول فکر کوئ نو ويلای شو چې دا هم يوه بې ځايه هيله ده. هڅه وکړئ انعطاف پذیره دریځ په ځان کې غښتلی کړئ.

ځکه انسان د وخت په تېرېدو بدلېږي، یا خپله او یا حالات یې د ادلون او بدلون جوګه کېږي. فکري و شعوري وده یا هم بل ډول بدلون کوي، نو اړيکي او شخصيت يې هم د بدلون په حال کې دي.

که بدلون چې د ژوند غوښتنه ده نه منئ او په خپل خاوند يا مېرمن کې اندک بدلون ګورئ فکر به کوئ چې دا خو هاغه نه دی چې تر واده مخکې کې مې ليدلی و.

دریم: موندنې ښيي چې که ګډ ژوند کې خاوند او مېرمن له يو بل داسې هيلي ولري چې پوره کېدل يې ستونزمن وي او پوره نه شي، نو ګډ ژوند تريخولی شي او کورنی ثبات له منځه وړي.

په دې ډول حالت کې بیا هم هماغه د انعطاف پذیرۍ او یو بل منلو دریځ ښه صدق کوي.

هېر مو نه شي چې په ګډ ژوند کې يو مهم عنصر دا دی چې يو بل درک کړئ، ګذشت وکړئ او د تحديد پر ځای بښل او مهرباني اختيار کړئ. متقابل درک په مانا نه دی چې يو پر بل احسان کوئ بلکې دا کار د خپګان د مخنيوي او د خوشاله ګډ ژوند په موخه بايد تر سره شي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.