The news is by your side.

کابل کې لومړي ځل لپاره د نجونو کرېکټ اکاډمي پرانیستل شوه

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د نجونو لپاره د کرېکټ لومړنۍ اکاډمي پرانیستل شوه.

د نجونو د کرېکټ اکاډمۍ مسؤولین وایي، له دې یې موخه په افغانستان کې د نجونو کرېکټ ته وده ورکول دي.

دا اکاډمي د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان له لوري اکاډمۍ کې نجونو ته د کرکټ روزنې لپاره پرانیستل شوه، چې د راشد خان په کرېکټ اکاډمۍ کې به له دې وروسته نجونو ته هم د کرکټ روزنه ورکول کېږي.

دغه اکاډمي کابل کې ده او نن یې راشد خان رسماً په دې شعار پرانيسته وکړه چې:

“کرکټ کول د نجونو حق دى او نجونې کولاى شي کرکټ وکړي.”

افغانستان د کرېکټ په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د کرېکټ ښځینه ملي لوبډله نه لري او دا هغه تشه ده چې په وار وار یې د ډک کېدو هڅه شوې.

په هېواد کې یو شمېر هغه پېغلې چې له کرېکټ کولو سره ځانګړې مینه لري، د نجونو لپاره د کرېکټ لوبډلې د رامنځته کولو غوښتنه لري.

اوس هم زیات شمېر پېغلې د ځانګړې علاقې له مخې په خپلو ښوونځیو یا هم سپورتي میدانونو کې د ملګرو سره په ګډه کرېکټ کوي.

مروه یو له هغو زده کوونکو ده چې د ښوونځي په دوره کې یې له خپلو ملګرو سره کرېکټ کاوه.

نوموړې له کرېکټ سره د مینې او ښوونځي کې ملګرو سره د کرېکټ کولو په اړه خپلې خبرې خبریال وېب پاڼې سره شریکې کړې.

مروه وایي، سهار به چې ښوونځي ته لاړم، مخکې د درسي ساعت له پیل به مې خپلو ملګرو سره کرېکټ کاوه.

آغلې مروه زیاتوي: ” که څه هم موږ په ښوونځي کې د سپورت میدان نه درلود او نه هم د لوبې لپاره به راسره د کرېکټ لازم توکي وو، خو بیا به مو هم خپله مینه له کرېکټ کولو سره پاله له، د چوکیو له ماتو لرګیو به مو د بېټ او ویکېټو په توګه کار اخیست او په دې توګه مو کرېکټ کاوه.”

مروه خبریال وېب پاڼې ته وایي، که څه هم له کرېکټ سره مینه لرم، خو غواړم ډاکټره شم او هیله لرم چې افغانستان د نجونو لپاره د کرېکټ ملي لوبډله ولري او هېواد ته ویاړونه راوړي.

د افغانستان زیاتې پېغلې چې له کرېکټ سره علاقه لري د ښځینه کرېکټ لوبډلې د جوړېدو هیله لري.

اوس مهال افغانستان په فوټبال، باسکېټبال، بوکس، بولېنګ او یو شمېر نورو نړیوالو لوبو کې د ښځینوو ملي لوبډلې لري چې خورا لاسته راوړنې او بریالیتوبونه هم لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.