ګردیز کې د سړک یو کلنه پروژه ۳ کالو کې جوړه نشوه

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا مرکز ګردیز او زرمت ولسوالۍ د لویې لارې سړک چې درې کاله وړاندې یې قرار داد لاسلیک شوی وو تر اوسه نه دی جوړ شوی.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې لارې له لویو خندډونو او ستونزو سره مخ کړي، د سړک قرار داد درې کاله وړاندې ورکړل شوی وو او ژمنه شوې وه چې په یو کال کې به جوړیږي، خو تر دې دمه یې چارې نه دي بشپړې شوي.
د ګردیز زرمت لویې لارې سړک جوړېدو رسمي چارې په ١٣٩٧ کال کې پیل شوې، خو د نا امنیو له کبله یې پر جوړېدو کلونه واوښتل. چې بیا یې د جوړېدو قرار داد د همدې کال په وروستیو میاشتو کې بل شرکت ته ورکړل شو.
د سړک جوړېدو قرار داد چې له کوم شرکت سره لاسلیک شوی، مسؤولین یې د چارو د ټکنې کېدو او ځنډېدو لامل نا امني بولي، خو وایي اوس یې د جوړېدو چارې ګړندۍ کړي دي.
یاد شرکت وایي، د پخوا په پرتله یې چارې ګړندۍ شوي، د سړک ځینې برخې پخېدو لپاره چمتو شوي او پاتې کارونه به تر یو کال پورې بشپړ شي.
د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک جوړېدو ته لېواله دي او غواړي چې د جوړېدو چارې یې ګړندۍ شي.
په ورته مهال سیمه اییزې ادارې د سړک د جوړېدو چارو ټکنۍ کېدو لامل امنیتي ستونزې یادوي، خو امنیتي چارواکي وایي، چې د لوی لارې د سړک جوړېدو د امنیت خوندي کولو لپاره یې اضافي ساتونکي ګومارلي.
له دې سره څنګ کې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ مرکز ته د غځېدلي سړک د پخېدو غوښتنه کوي.
دوی وایي، د سړک خاموالي ورته ستونزې پیدا کړي او ګړندی تګ را تګ پرې نه کیږي او نه شي کولی خپل ناروغان پر وخت تر ترولایتي روغتون ورسوي.