شپږیزه او IPL په یو وخت دي، نبي او راشد څه کوي؟
خبریال وېب پاڼه/هندي رسنیو د دغه هېواد د کرېکټ بورډ په حواله خبر ورکړی چې سږ کال آی پي ایل به په عربي متحده اماراتو کې د را روان سپټمبر په ۱۹ پیل شي.
د نړۍ له تر غوره لیګ آی پي ایل سره هم مهاله به د افغانستان اېس سي اېل یا شپږیزه کرېکټ لیک هم پیل شي خو پوښتنه دا ده چې د هند په غوره لیګ کې اخیستل شوي دری افغان لوبغاړي به څه کوي؟
د معلوماتو له مخې د را روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه به د شپږیزې ۷ م فصل پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به د ۱۲ ورځو لپاره دوام وکړي.
په ورته وخت کې د آی پي ایل لوبې د همدې میاشتې په ۱۹ مه نېټه یعنې له شپږیزه کرېکټ لیګ څخه شپږ ورځې وروسته پیل کېږي. دا چې افغان لوبغاړي به د یوې اونۍ لپاره په آی پي ایل کې غیر حاضري وکړي او که به شپږیزه چې ملي لیګ بلل کېږي، ورڅخه ولاړ شي، لا له وخت وړاندې خبره ده او دوی هم تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.
خو د کرېکټ مبصرین وایي چې ښایي آی پي ایل ته په یوه اونۍ ځنډ ورشي.
د هند په غوره لیګ کې دری افغان لوبغاړي د لوبېدو چانس لري. چې هر یو یې محمد نبي عیسی خېل، راشد خان آرمان او مجیب الرحمن ځدران دي.
څه موده وړاندې راشد خان په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کرېکټ تکړه ستوري را روان دي چې په وینا یې ښایي په راتلونکو پینځو کلونو کې آی پي ایل کې شاوخوا ۱۵ افغان لوبغاړي د لوبېدو ویاړ تر لاسه کړي.
نوموړي په ځانګړې توګه له رحمن الله ګربز، نومحمد لکڼوال، ظاهر خان پکتین او ځینو نورو لوبعاړو څخه یادونه وکړه چې ښه راتلونکې لري خو په وینا یې هڅې باید زیاتې وکړي.
د هند د کرکټ دغه سيالي په نړۍ کې مشهوره ده او هر کال په کې د ميلونونه ډالرو سوداګري کېږي.
د هند د کرکټ بورډ په وينا، دغه سيالي به د نومبر په اتمه پای ته ورسېږي او د کرونا له وجې به نندارچيانو ته لوبغالي ته د تلو اجازه ور نه کړل شي.
هېره دې نه وي چې په هند کې د کرکټ مينه والو د خپل کرکټ بورډ په دې پرېکړه اعتراض کړی چې ولې په بهر کې لوبې ترسره کوي، خو چارواکي وايي بهر کې د دې لوبو ترسره کولو دليل يې همدا دی چې نندارچيان لوبغالي ته له ورتګ منعه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.