The news is by your side.

کابل کې د موټرو د پلېټونو غله ونیول شول

خبریال وېب پاڼه/د کورنیو چارو وزارت په کاب کې د یوې خطرناکې جنایکارې شبلې د نیولو خبر ورکوي.

دغه جنایکاره ډله چې له ځان سره نظامي امکانات هم لري او د جنایتونو په وسلو سمباله وه، تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د کشفي ادارو په مرسته نیولې ده.

ویل کېږي دغو جنایتکارانو به په لویو لارو له موټرو څخه له باج اخیستنې سربېره په نورو جنایي پېښو لکه غلا او د قاچاقي ډلو ټپلو سره هم لاس درلود.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۱۶ کسیز ګروپ یې د بګرامیو ولسوالۍ په سیا بیني سیمه کې نیولې ده.

په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د مبارزې برخې پولیسو په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مجرمینو پر وړاندې خپله مبارزه چټکه کړې ده.

تېره اونۍ د کورنیو چارو وزارت په یوه ورته اقدام کې د کابل ښار د امنیت لپاره یوه ځانګړې قطعه را منځته کړې وه تر څو د جرمونو او نورو امنیتي تهدیداتو په را کمولو کې مرسته وکړي. دغه قطعه چې عادي جامې به پر تن لري، له نورو خلکو سره یې توپیر نه کېږي او په شخصي موټرو کې به د کابل په لارو ګدرو کې ګشت کوي.

که څه هم ګڼ شمېر هېوادوالو د حکومت دغه اقدام ستایلی ؤ خو یوه لویه برخه یې بیا په دې نظر وو چې ګواکې دا به د جرمونو او نا امنۍ په زیاتوالي کې نور هم بده اغېزه ولري. عامو افغانانو اندېښنه لرله چې دې سره به د ملامت او سلامت تر معلومولو پورې له خلکو سره هر زیاتی شوی وي او بیا به یې د پښېمانۍ لپاره هم څه پاتې نه وي.

د کورنیو چارو وزات له جرمونو سره د مبازې څانګې ویلي دي چې له دغې شپاړس کسیزې ډلې سره یې ځینې وسلې هم نیولې دي. ویل کېږي څلور میله کلاشینکوپونه، ۸۵ د موټرو نمبر پلیټونه، یو میل توفنګچه او څلور میله چره یي ټوپک نیول شوي دي.

دغې وسله والې ډلې به د ښار په ګوټ ګوټ کې له موټرو څخه نمبر پلېټونه غلا کول چې بیا به یې بېرته د پیسو په بدل کې مالکانو ته سپارل.

څه موده وړاندې ولسمشر غني هم ویلي وو چې په کابل ښار کې د امنیتي میثاق پروګرام په عملي کولو سره د پام وړ امنیت راغلی دی.

که څه هم په وروستیو دوو اونیو کې کابل ښار کې د هدفي وژنو خبر نه دی ورکړل شوی خو څو اونۍ وړاندې په ټول ښار کې د هدفي او نورو تروریستي بریدونو ویرجنه فضا خپره وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.