The news is by your side.

روسیې د سپوږمکۍ ویشتونکي توغندي آزمایلو خبر رد کړې

خبریال وېب پاڼه/روسیې هغه خبر رد کړ چې ګواکې هېواد یې د سپوږمکۍ ویشتونکی توغندی ازمایلی وي.

روسیې په خپل وروستي بیان کې د امریکا هغه خبر رد کړ چې ګواکې روسیې د سپوږمکۍ ویشتونکی توغندی آزمایلی وي. خپرپاڼه کې راغلي چې دا هسې رسنیز تبلیغات دي.

تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو پر روسیه تور لګولی ؤ چې دغه هېواد په هوا کې د سپوږمکۍ ویشتونکي توغندي آزموینه کړې ده واشینګټن وېره څرګنده کړې وه چې ښایي روسیه د امریکا د متحدو هېوادونو سپوږمکۍ وګواښي او یا یې په نښه کړي.

هخوا د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي وو چې د روانې جولای په ۱۵ مه نېټه یې یوې کوچنۍ فضایي بېړۍ خپله یوه سپوږمکۍ د ځانګړو تجهیزاتو په مرسته تفتیش کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څخه په تازه  خپره شوې اعلامیه کې له امریکا او بریتانیې څخه غوښتل شوي چې په دا ډول موضوعاتو کې له حرفه یي او اګاهانه دریځ څخه کار واخلي او د بابیزو تبلیغاتو نه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له امریکا وروسته بریتانیا هم په ورته اعلامیه کې د روسیې لخوا د سپوږمکۍ ویشتلو توغندي آزمویلو باندې خواشیني او وېره څرګنده کړې وه.

په دې وروستیو کې د امریکا چین، ایران او امریکا او روسیې او اریکا تر منځ نیابتي ښکېلاک زیات شوی دی او ورخ تر بلې دغه حالت ترینګلی کېږي.

امریکا د خپلو فضایي موندنو په لړ کې تور لګولی ؤ چې روسیې د روانې جون میاشتې په ۱۵ مه نېټه داسې توغندی آزمایلی ؤ چې په هوا کې سپوږمکۍ په نښه کوي.

امریکایي چارواکو ویلي وو چې د روسیې لخوا د تازه آزامایل شوي توغندي او د دوی په ګډون د دوی متحدینو ته د شته ګواښ په هکله یې څېړنې بشپړې کړې او راتلونکې اونۍ به یې د وین په مذاکراتو کې معلومات شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې د مخه امریکا او روسیه په افغانستان کې هم د ځینو استخباراتي معلوماتو په افشا کولو له یو بل سره ښکر په ښکر شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.