خلیلزاد د طالب زندانیانو پر خلاصون یوځل بیا ټینګار وکړ
خبریال وېب پاڼه – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د سولي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون او هم دا راز د تاوتریخوالي زیاتوب د سولي په وړاندي درانده خنډونه وبلل.
ښاغلي خلیلزاد د امریکا د سولې د انستیتوت په یوه غونډه کې وویل چې سوليته نېژدې شوی یو؛ خو لا هم ځیني درانده خنډونه شتون لري.
نوموړي په خپلو خبرو کې د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانانو ترمېانځ د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېانځ د سولې د تړون مهم عناصر یاد کړل.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په میاشت کې د تړون مهمه برخه دا وه چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به یې په بدل کې ۱۰۰۰افغان سرتېري خوشې کوي. افغان حکومت څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي چې د پاتې شاوخوا۵۰۰ نور یې ځکه نه خوشې کوي چې جنايي قضیې لري.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښي تربل هروخت زیاتې شوي دي او افغان امنیتي ساتونکي هره ورځ د سرتېرو قرباني ورکوي.
که د سولي پروسه بریالۍ نشي او حالات هم دا ډول پاتې شيښاييافغانستان د بهران لورته لاړ شي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.