The news is by your side.

روغتیا وزارت: له ٩ کلونو کم عمره ١٧٧ ماشومان په کرونا اخته دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ٩ کلونو کم عمره ١٧٧ ماشومان چې نوي زېږېدلي هم په کې شامل دي، په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې هم کورنیو ته خبر ورکړی وو،وو چې د ماشومانو په زېږولو کې وقفه وکړي، څو میندې او ماشومان یې له کرونا بچ پاتې شي.

د نویو زېږېدونکو ماشومانو په اړه ویل کیږي، چې د مور په نس کې پر کرونا نه شي اخته کېدی او ترې خوندي دي، خو تر زېږېدو وروسته دې ورته جدي څار وشي.

په ورته مهال په تېرو ٢٤ ګړیو کې له کرونا ناروغۍ ١٤ تنه ناروغان مړه شوي او د ٦٠ تنو د کرونا ټېسټ مثبت راغلی.

که څه هم د اوایلو په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدنه کمه شوې، خو بیا یې هم په ٢٤ ساعتونو کې د مثبتو پېښو د ثبتېدو خبرونه ورکول کیږي، د افغانستان دولتي او غیر دولتي ادارو کاري ساعتونه هم پخوا ته را ګرځېدلي، او د روانې میاشت په نیمایي کې حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پرېکړه هم کړې ده، خو ممکن په څو میاشتو کې به د دې ناروغۍ لمن په بشپړه توګه له افغانستان ټوله شي.

افغانستان کې د دوبي موسم په پیلېدو او د هوا په ګرمېدو د کووېډ١٩ ناروغۍ خپرېدنه مهار شوې او په ګرمو سیمو کې دا ناروغي کمه شوې او ناروغان یې رغېدلي دي.

په ورته مهال تازه علمي څېړنې کې هم ښیي چې ګرمه هوا او په ځانګړې توګه د دوبي موسم د لمر تودوخه د کرونا ویروس په ٣٤ دقیقو کې له منځه وړي.

د دې علمي څېړنې پایلې چې د فوټو شیمي او فوټو بیولوژي په ژورنالونو کې خپرې شوې وې، ښیي چې د اوړي د ماسپښین مهال لمر چې ډېره انرژي او تودوخه لري د کرونا ویروس په له منځه وړلو کې ډېر اغېزمن دی.

د دې څېړنو پایلو همدا راز وښووله، چې د مني موسم په وروستیو او ژمي په لومړیو کې چې لنډې ورځې لري او د لمر تودوخه کمه او کمزورې وي، کرونا ویروس د لمر د تودوخې پر وړاندې ډېر مقاومت درلود نو ځکه له یوې ورځې یا له هغې ډېر یې دوام درلود.

د کرونا ویروس د ختمېدو لپاره که څه هم د یو شمېر هېوادونو له لوري بریالي واکسین جوړ شوي، چې په ناروغانو یې مثبته پایله ورکړې، خو تر اوسه وېشل شوي نه دي، خو په ګرمو هېوادونو کې د دې ناروغۍ شدت هم را کم شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.