The news is by your side.

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

خبریال وېب پاڼه ـ د وخت د ولسي جرګې غړی امیرخان یار د ننګرهار د هوايي ډګر په پروژه کې له نورو سیاسیونو زیات فعال وو.‌ هغه د دوو ګټو پر بنیاد هڅه کوله چې  په ننګرهار کې نړۍ وال هوايي‌ ډګر جوړ شي‌.

لمړۍ ګټه داوه چې دا هوايي ډګر به کابل ته تر ټولو نېژدې هوايي ډګر وي‌ چې د هوا د خرابتیا او همداراز د بیړنیو حالتو پر مهال الوتکې د ننګرهار پر هواييډګر را کوزيشي .

امیرخان یار دوهمه ګټه دا په پام کې نیولې وه چې د ننګرهار د نړۍ وال هوايي‌ ډګر سره به ډېری ننګرهاریانو ته د کار زمینه برابره شياو نړۍ به مخامخ له ننګرهار سره وتړل شي‌.

د هم دغه کار په موخه یې د اشرف غني‌ د لمړنۍ ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د هواييچلند اداره او پخپله اشرف غني له پرله پسې هڅو وروسته قانع کړل چې د هوايي ډګر د سروې او ډیزاین لپآره ننګرهار ته د سروې ټیم واستوي‌.

ننګرهار ته د هوايي‌ ډګر د سروې ټیم راتګ !

ګلاب منګل د ننګرهار والي‌ وو او هڅه یې دا کوله چې د پخوانيوالي ګل اغا شیرزي په څیر په ننګرهاریانو کې زیات محبوبیت ترلاسه او ښه وځلیږي . نوموړي د هواييډګر د جوړېدو په پروژه کې زیاته هڅه وکړه چې رښتیا هم دستایلو وړ ده .

د ګلاب مګل او د کابله د راغلي‌ لمړني‌ تخنیکيپالوي ترمنځ د دوو سیمو دروداتو ډاګ او د جلیزو دښت پر سر  اختلافات راغلل ؛ هغه وخت د واليګلاب منګل هڅه داوه چې هواييډګر دروداتو پر ډاګ بانديجوړ شي‌ چې یوه پراخه شاړه دښته ده ؛ خو هلته د صنعتي پارک نېژدې والی او د لمریزې بریښنا پروژېد د جلیزو ډاګ په اندازه د روداتو د ډاګ په هوايي ډګر بدلولو امکانات زیات کړيوو.

د ننګرهار د خلو استازی امیر خان یار هغه وخت د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې د کمیسیون مشري کوله نو هڅه یې دا وه چې د ننګرهار هوايي ډګر جوړېدو ته ته پیسې ورپیدا کړي.

د ننګرهار پخوانی والي‌ ګلاب منګل وايي‌ ښاغلی یار وتوانېدو چې د ابتدايي سروې، ډیزاین او همدارنګه د هوايي ډګر د لومړنیو تاسیساتو او چهار دیوالی لپاره بودجه هم پیدا کړي.

پرېکړه وشوه چې د کابل هم مثاله هوايي ډګر به د ننګرهار د روداتو پر ډاګ باندي جوړیږي .

غني‌ ولي‌ د روداتو ډاګ هوايي ډګر کنسل کړ؟

که څه هم لا تر دم ګړیه وختي دی چې وویل شي ولي محمد اشرف غني دا ملي پروژه له له روداتو ډاګ نه د د ګمبیري دښتې ته واړوله؛ خو ارګ او بلخصوص اشرف غني ته د ځینو ځانګړو کسانو له ډېر نېژدې کت سره دا هرڅه بدل شول .

بلا بیل احتمالات شته دي‌ چې د ننګرهار دا ملي پروژه څنګه د ګمبیري ډاګ د ملي پروژې پر ځای وتپل شوه.‌

ځیني افغانان په دې باور دي چې پر محمد اشرف غني د پاکستان فشار زیات وو او دا علت وو چې پاکستان ته تسلیم شو او د پاکستان د (۵۰) کلنې غوښتنې په منلو یې د روداتو د ډاګ د هوايي ډګر پروژه د ګمبیري ډاګ ته انتقال کړه .

هم دا راز د افغانستان ځینينور وګړيبیا واييچې پر ښاغلي غنيراڅرخددلې کړۍ چې د ننګرهاریانو برخه یې ډېره درنده ده له ګاونډي هیواد پاکستان سره لاس پټ کړی او د سردارمحمد داود خان دا ملي پروژه ( ګمبیري ډاګ) یې له کرهڼیزي پروژې صنعتي پروژې ته د اړولو په نیت دا کار وکړ.

ځیني‌ نور بیا په دې باور دي چې غني‌ د اغزن تار پر سر له پاکستان سره معمله کړې او اوس ې د دوهمې دورې لپاره د خپل واک د غځولو په نیت له پاکستان نه د همایت د ترلاسه کولو په موخه یې پاکستان ته د ګمبیريډاګ قرباني‌ ورکړه .

پایله !

افغانان په دې باور دي چې که چېرته ګمبیري ډاګ کې د اشرف غنيله لوري د هوايي ډګر پروژه ژرترژره ختمه نشي ښايي ګمیری ډاګ د غني‌ واکمني‌ وخورياو دا د اشرف غني د حکومت د ړنګولو سبب ورزي.

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد 

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance