د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي ډګر پروژو لغوه کېدل !
خبریال وېب پاڼه ـ د وخت د ولسي جرګې غړی امیرخان یار د ننګرهار د هوايي ډګر په پروژه کې له نورو سیاسیونو زیات فعال وو. هغه د دوو ګټو پر بنیاد هڅه کوله چې په ننګرهار کې نړۍ وال هوايي ډګر جوړ شي.
لمړۍ ګټه داوه چې دا هوايي ډګر به کابل ته تر ټولو نېژدې هوايي ډګر وي چې د هوا د خرابتیا او همداراز د بیړنیو حالتو پر مهال الوتکې د ننګرهار پر هوايي ډګر را کوزي شي .
امیرخان یار دوهمه ګټه دا په پام کې نیولې وه چې د ننګرهار د نړۍ وال هوايي ډګر سره به ډېری ننګرهاریانو ته د کار زمینه برابره شي او نړۍ به مخامخ له ننګرهار سره وتړل شي.
د هم دغه کار په موخه یې د اشرف غني د لمړنۍ ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د هوايي چلند اداره او پخپله اشرف غني له پرله پسې هڅو وروسته قانع کړل چې د هوايي ډګر د سروې او ډیزاین لپآره ننګرهار ته د سروې ټیم واستوي.
ننګرهار ته د هوايي ډګر د سروې ټیم راتګ !
ګلاب منګل د ننګرهار والي وو او هڅه یې دا کوله چې د پخواني والي ګل اغا شیرزي په څیر په ننګرهاریانو کې زیات محبوبیت ترلاسه او ښه وځلیږي . نوموړي د هوايي ډګر د جوړېدو په پروژه کې زیاته هڅه وکړه چې رښتیا هم دستایلو وړ ده .
د ګلاب مګل او د کابله د راغلي لمړني تخنیکي پالوي ترمنځ د دوو سیمو دروداتو ډاګ او د جلیزو دښت پر سر اختلافات راغلل ؛ هغه وخت د والي ګلاب منګل هڅه داوه چې هوايي ډګر دروداتو پر ډاګ باندي جوړ شي چې یوه پراخه شاړه دښته ده ؛ خو هلته د صنعتي پارک نېژدې والی او د لمریزې بریښنا پروژېد د جلیزو ډاګ په اندازه د روداتو د ډاګ په هوايي ډګر بدلولو امکانات زیات کړي وو.
د ننګرهار د خلو استازی امیر خان یار هغه وخت د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې د کمیسیون مشري کوله نو هڅه یې دا وه چې د ننګرهار هوايي ډګر جوړېدو ته ته پیسې ورپیدا کړي.
د ننګرهار پخوانی والي ګلاب منګل وايي ښاغلی یار وتوانېدو چې د ابتدايي سروې، ډیزاین او همدارنګه د هوايي ډګر د لومړنیو تاسیساتو او چهار دیوالی لپاره بودجه هم پیدا کړي.
پرېکړه وشوه چې د کابل هم مثاله هوايي ډګر به د ننګرهار د روداتو پر ډاګ باندي جوړیږي .
غني ولي د روداتو ډاګ هوايي ډګر کنسل کړ؟
که څه هم لا تر دم ګړیه وختي دی چې وویل شي ولي محمد اشرف غني دا ملي پروژه له له روداتو ډاګ نه د د ګمبیري دښتې ته واړوله؛ خو ارګ او بلخصوص اشرف غني ته د ځینو ځانګړو کسانو له ډېر نېژدې کت سره دا هرڅه بدل شول .
بلا بیل احتمالات شته دي چې د ننګرهار دا ملي پروژه څنګه د ګمبیري ډاګ د ملي پروژې پر ځای وتپل شوه.
ځیني افغانان په دې باور دي چې پر محمد اشرف غني د پاکستان فشار زیات وو او دا علت وو چې پاکستان ته تسلیم شو او د پاکستان د (۵۰) کلنې غوښتنې په منلو یې د روداتو د ډاګ د هوايي ډګر پروژه د ګمبیري ډاګ ته انتقال کړه .
هم دا راز د افغانستان ځیني نور وګړي بیا وايي چې پر ښاغلي غني راڅرخددلې کړۍ چې د ننګرهاریانو برخه یې ډېره درنده ده له ګاونډي هیواد پاکستان سره لاس پټ کړی او د سردارمحمد داود خان دا ملي پروژه ( ګمبیري ډاګ) یې له کرهڼیزي پروژې صنعتي پروژې ته د اړولو په نیت دا کار وکړ.
ځیني نور بیا په دې باور دي چې غني د اغزن تار پر سر له پاکستان سره معمله کړې او اوس ې د دوهمې دورې لپاره د خپل واک د غځولو په نیت له پاکستان نه د همایت د ترلاسه کولو په موخه یې پاکستان ته د ګمبیري ډاګ قرباني ورکړه .
پایله !
افغانان په دې باور دي چې که چېرته ګمبیري ډاګ کې د اشرف غني له لوري د هوايي ډګر پروژه ژرترژره ختمه نشي ښايي ګمیری ډاګ د غني واکمني وخوري او دا د اشرف غني د حکومت د ړنګولو سبب ورزي.
لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …
د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.