The news is by your side.

نیوزرلنډی وزیر د جنسي ځورونې په تور استعفاء وکړه

خبریال وېب پاڼه/نن چهارشنبې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ مه نېټه د نیوزرلنډ لومړۍ وزیرې د خپلې کابینې یو مهم غړی د خپل وزارت په یوې مهمې غړې د جنسي زور زیاتي په تور استعفاء ته اړ کړ.

د نیوزرلنډ لومړۍ وزیرې د خپلې کابینې یو مهم غړی د خپل وزارت په یوې پخوانۍ غړې د جنسي زور زیاتي په تور استعفاء ته اړ کړ.

د یورو نیوز د خبر له مخې جاسیندا آردرن د خپلې کابینې یو مخکښ او مهم وزیر په خپلې پخوانۍ همکارې باندې د جنسي زور زیاتي په تور له دندې څخه ګوښه کړ.

دا پېښه داسې مهال را منځته کېږي چې د نیوزرلنډ ټاکنو ته یوازې دوې میاشتې پاتې دي.

لینلز ګالووي چې اوس مهال د نیوزرلنډ د ګډوالو د کاري اړيکو وزیر ؤ او ۴۱ کاله عمر لري، پر یوې ښځې باندې چې تر دې وړاندې یې له یو سازمان سره چې له اړوند وزارت سره تړلی ؤ، کار کاوه او ګالووي پرې جنسي تجاوز کړی ؤ.

د نیوزرلنډ لومړۍ وزیرې په خپلو تازه څرګندونو کې چې څو ساعته وړاندې خپرې شوې، وویل چې ګالووي نور زموږ لپاره د داډ وړ نه دی او په اړوند وزارت کې له کار کولو څخه هم محروم شو.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د نیوزرلنډ لومړۍ وزیره په کور د ننه او بهر له خورا زیات محبوبیت څخه برخمنه شوې ده. نوموړې د کرونا وبا هم په خپل هېواد کې په خورا اغېزمنه توګه مهار کړه او اوس په دغه هېواد کې آزاد کار و بار ته اجازه ورکړل شوې ده.

مېرمن اردرن په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ښاغلي ګالووي په شخصي ژوند کې دخالت نه کوي خو په وینا یې کوم کار چې ده کړی دی، له انتظار ډېر لرې ګڼل کېږي. نوموړې ټینګار وکړ، ګالووي داسې کار کړی چې په بدل کې یې باید هرې مسؤلې ادارې ورسره ورته عمل کړی وی.

ګالووي چې متأهل او د دریو اولادونو پلار دی، خپله پړه یې منلې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې په را روانو پارلماني تاکنو کې له خپلې نوماندۍ هم تېر دی. نوموړي همداراز ویلي دي چې په خپل کار سخت پښېمانه دی او له ټولو هغو خلکو یې بښنه غوښتې چې په دغه خبر غمجن شوي دي.

د نیوزرلنډ ټاکنو ته یوازې دوې میاشتې پاتې دي او وړاندوینې ښیي چې په را روانو ټاکنو کې هم د دغه هېواد د کارګرو ګوند چې په رأس کې یې د نیوزرلنډ اوسنۍ مشره ده، له خورا زیات محبوبیت څخه برخمنه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance