The news is by your side.

ډېری افغان مېرمنې لا هم غوجل کې زیږون کوي

خبریال وېب پاڼه/ کلونه وړاندې افغان مېرمنو په غوجل یا د حیواناتو د ساتلو په ځای کې زېږون کاوه.

کمزوری روغتیایي سېسټم، روغتیایي خدماتو په نشت حساب، ورته د ښځو نه لاس رسی، بې وزلي، ناپوهي او ښځو ته د نه پاملرنې له امله زیات افغان ماشومان په غوجلو کې زېږېدل.

یو شمېر مېرمنو په دې تړاو خبریال وېب پاڼې سره خبرې کړي، چې شاوخوا شل کاله وړاندې مېرمنو په غوجل کې زېږون کاوه او اوس هم په لېرې پرتو سیمو کې د مېرمنو په کمه کچه زېږون په غوجل کې کیږي.

دوی ویل: پخوا خلک بې وزله وو، د کورنۍ ټول غړي به په یوه خونه کې اوسېدل، د امېدوارو مېرمنو د زېږون مودې په نزدې کېدو سره به هغوی ډېر وخت په غوجل کې وې، چې ډېرو افغان مېرمنو په غوجل کې زېږون کاوه.

د مشرانو له خولې کیسې کیږي، چې په کلیو کې روغتونونه او روغتیایي خدمات نه وو، د ماشوم د زېږېدو وخت په نزدې کېدو خلکو نه شوی کولی امېدوارې مېرمنې د ښار کوم روغتون ته راوړي او په ښار کې هم روغتونونه په نشت حساب وو.

بي بي حاجي فریدې خبریال وېب پاڼې ته په دې تړاو کیسې کولې، وایي، د خپل کلي زیاتې مېرمنې یې په خپلو سترګو لیدلې چې په غوجل کې به یې زېږون کاوه، پخوا لس یا هر څو کسیزه کورنۍ په یوه خونه کې اوسېدل او د ماشومانو د زېږون لپاره هېڅ مناسب او پاک ځای نه وو چې زیاتو مېرمنو له مجبوراً په غوجل کې زېږونونه کړي.

بي بي حاجي یې یو لامل دا بولي، چې پخوا افغان مېرمنې د نارینوو په پرتله ډېرې پر مالدارۍ بوختې وې او د مالونو په پاللو به ډېر وخت په غوجل کې پاتې وې، نو ځکه یې زېږونونه په هماغه ځای کې کېدل.

اوس مهال هم په کلیوالو سیمو کې چې مېرمنې یې ډېرې له مالدارۍ سره سر او کار لري، زېږونونه یې په مناسب ځای نه وي.

لیکواله او د حقوقو زده کړیاله حلیمه خان عزیزي په دې تړاو داسې نظر لري:

” دا چې پخوا افغان مېرمنو په غوجل کې زېږون کاوه، له دې معلومیږي چې مېرمنو ته هېڅ پاملرنه نه کېده، او مېرمنو هم د حیواناتو په څېر د حیواناتو په ځای کې زېږون کاوه، که چېرې مېرمنو ته پاملرنه وی، نو باید خو یې ورته د زېږون لپاره یو مناسب ځای جوړ کړی وو.”

آغلې عزیزي زیاتوي، چې د مېرمنو د امېداوارۍ پړاو ډېر حساس وي او دوی په کې خورا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، خو له بده بخته چې افغان مېرمنو پخوا نه دا چې په داسې یو مهم پړاو کې ورته پاملرنه نه کېده، بلکې زېږون یې هم په یو نا مناسب، نا پاک او د حیواناتو ځای کې کېده، له هغې وروسته هم چې مور او ماشوم ته ښه پام نه دی شوی، نو زیات ماشومان نا سالم دي.

که څه هم اوس افغان مېرمنو ته دې برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته سوي، ځانګړي روغتونونه او خونې شته، خو کلیوالي مېرمنې اوس هم د زېږون لپاره مناسب ځایونه نه لري.

افغانستان کې اوس هم د مېرمنو زېږون لپاره روغتیایي اسانتیاوې او خدمات نه شتون له امله د زیات شمېر مېرمنو ژوند د زېږون پر مهال له ګواښ سره مخ وي او په هر دوو ساعتونو کې دوه/درې مېرمنې د زېږون پر مهال مري او ورسره څنګ کې د ماشوم ژوند هم له خطر سره مخ وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.