شپږ کاله وروسته ديپیکا او شاهروخ بیا ګډ فلم جوړوي

خبریال وېب پاڼه/دیپکا پاډکون او شاه روخ خان له شپږ کلن ځنډ وروسته یو ځل په یوه فلم کې ګډ کار کولو ته چمتو شوي دي.

په ۲۰۱۴ ز کال کې له هپي نیو ایر (Happy New Year) فلم وروسته شاه روخان او ډیپکا بل فلم کې ګد کار نه دی کړی چې له شپږ کلن ځنډ وروسته اوس یو ځل بیا په یوه فلم کې د کار کولو لپاره پر چمتووالي بوخت دي.

کله چې ديپکا د بالیووډ سینما په پرده لومړی ځل له شاه روخ خان سره را څرګنده شوه، مینوالو یې اداکاري بلکې ښایست ته هم ګوتې پر غاښ کړې. دغه نوموتې اداکارې دوه کاله وړاندې د هندي سینما له بل مشهور اداکار رنګبیر سینګ سره واده وکړ.

په لومړني فلم کې چې له شاه روخان سره را څرګنده شوه، هغه فلم (اوم شانتي اوم) نومېده چې خلکو د دواړو جوړه بې اندازې خوښه کړه. تر دې وړاندې له شاه روخ سره د کاجل جوړه هم ښایسته ښکارېده او ډېری مینوالو یې تمه لرله چې دواړه به واده وکړي خو کاجل له بل هندي اداکار اجی دوګن سره واده وکړ چې اوس یې اولادونه هم ځوانان دي.

له اوم شانتي اوم فلم وروسته دپیکا له شاه رخ خان سره په ((چینای ایکسپرس)) فلم کې او بیا په ((هېپي نیو اير)) کې يو ځای رول لوبولی و، چې دې فلمونو کې هم دپيکا خپل خاص مهارت ښودلی و او د خلکو ځانګړې توجه یې جلب کړې وه.

ویل کېږي د فلمونو انډسټري په یوه نوي فلم کې دپیکا ته د کار وړاندیز کړی دی، چې د یاد فلم سکریپ دپیکا ته رسېدلی دی، هغې سکريپټ خوښ کړی دی، خو معلومه ده، چې د انډسټري وړاندیز به قبول کړي او یا که رد به یې کړي.

که چېرته دپیکا په دې فلم کې کار وکړي، نو هغه به په فلم کې د شاه رخ خان ضد رول ولوبوي، چې دا به لومړی ځل وي، چې هغه په کوم فلم کې د شاه رخ خان خلاف رول لوبوي.

دپیکا پاډوکون او پرینکا چوپړا د بالي ووډ هغه فلمي ستورې دي، چې نه یوازې په بالیووډ کې ډېرې مخکښې او د فلمونو پر سر ډېرې پیسې اخلي، بلکې دې دواړو ستورو په هاليووډ سینما کې هم خپل بخت ازمایلی دی او پکې ښې ځلېدلې دي.

د یادونې وړ ده چې پیکا له رنویر سینګ سره په دوه تاریخي فلمونو کې تر کار کولو وروسته په چپک فلم کې کار کړی و، چې تر هغې وروسته یې په بالیووډ کې کوم بل فلم کې رول نه دی لوبولی.

که دیپیکا له شاه روخ سره په یاد شوي فلم کې کار وکړي، دا به مینوالو ته جالب او له خوندور هغه وي چې تول به حیران کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More