The news is by your side.

راتلونکو لسو کلونو کې د نړیوال جنک او نورو خطرونو وړاندوینه

خبریال وېب پاڼه/نړۍ لا د کویډاـ۱۹ وبا له ګواښ څخه خلاصه نه ده چې اوس تازه نړیوالو څېړونکو په راتلونکې یوه لسیزه کې تر دې هم د خطرناکو پېښو وړاندوینه کړې ده.

د ډیلي سټار وېب پاڼې د راپور له مخې څېړونکو موندلې ده چې په را روانو لسو کلونو کې به د دریمې نړیوالې جګړې له احتمال سربېره د څو نورو سترو ګواښوونو خطر هم نړۍ ولړوزوي.

په دغې احتمالي پېښو کې ویل کېږي چې په راتلونکو 10 کلونو کې له څلورو لویو پیښو څخه د یوې هغې د پیښېدلو چانس 33 سلنه دی.

د دې څلورو پیښو څخه یې لومړۍ د فلو په نوم یوه بله بوږنوونکې وبا ده چې په نړیواله کچه به خپره شي او له 2 ملیون څخه ډیر خلک به ووژني.

دویمه د اتش فشان سوزیدونکی توپاندی، دریم د لمر له سطحې څخه د یو خطرناک توپان په وسیله د ځمکې تباه کیدل دي او څلورم یې د دریمې نړیوالې جګړې پیلامه یاده شوې ده.

د څېړونکو په باور که له دې څلورو وژونکو پیښو څخه که یوه هم را منځته شي، دا به د کرونا وبا له خپریدو څخه خورا خطرناکه ثابته شي. د یادونې وړ ده چې اوس په نړیواله کچه د کرونا وبا قربانیان هم تر نیم ملیون اوښتي دي او لا هم په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

په راتلونکو 10 کلونو کې د دې پیښو څخه د یوې پیښې را منځته کیدل 33 سلنه چانس لري، په داسې حال کې چې په راتلونکو 20 کلونو کې دا احتمال 56 سلنې ته وده کوي. داسې ښکاري چې په راتلونکو 20 کلونو کې، د انسانیت لپاره د یو لوی ناورین قوي شونتیا شته ده.

د کارپوهانو په خبره، دا بوږنوونکی ناورین به دومره ویروونکی وي لکه موږ یې چې په مذهبي کتابونو کې ورته مثالونه او کیسې لوستلې دي.

له هغې څخه یوه بېلګه یې دا ده چې له نن څخه شاوخوا یوه نیمه پېړۍ وړاندې یو لمریز توپان راغلی ؤ. په دغه وخت کې د نړۍ نظام له اوسنیو نظامونو سره لوی توپیر درلود. که چیرې اوس مهال ورته توپان راشي، نو زموږ د بریښنا شبکې سب سټیشنونه، د سپوږمکۍ مخابرات، انټرنیټ او داسې نور ټول خدمات به ګډوډ شي او نړۍ به توره تیاره کې ډوبه شي.

د 1859 لمریز توپان په شمالي امریکا کې د تلیګراف لاینونو د خرابیدو او ناکاره کیدو لامل شو، پداسې حال کې چې نن ورځ د نړۍ ډیری سیسټمونه د هغه وختونو ټلیګراف لاینونو ته ورته دي چې په بشپړ ډول به له مینځه لاړ شي.

هېره دې نه وي چې نړۍ کې اوس د دریمې نړیوالې جګړې لپاره د اتومي ځواک لرونکو هېوادونو لخوا د یو قطبي او حو قطبي کېدو په سر هم ناندرۍ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.