د هند حکومت افغان سېکهان او هندوان هند ته غواړي
خبریال وېب پاڼه/ د هند حکومت پرېکړه کړې چې افغان سېکهان او هندوان هند هېواد ته وغواړي.
د هند حکومت دا پرېکړې دې لپاره کړې، چې دغه مذهبي لږکۍ په افغانستان کې د پاکستان د ملاتړو ترهګرو له لوري ځورول کیږي، بریدونه پرې کیږي او وژل کیږي.
اوس د هند حکومت غواړي چې ٧ سوه افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند ایمې ویزې ورکړي او هند ته یې وغواړي.
هندي رسنیو هم په دې تړاو راپورونه ورکړي، چې حکومت یې د افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند د دایمي ویزو د ورکړې لپاره ټول پړاوونه مکمل کړي.
افغانستان کې د نورو افغانانو سره سره د افغان سېکهانو، هندوان او مذهبي لږکیو ژوند په خطر کې دی ، چې څو ځل پر دې مذهبي لږکیو هم بریدونه شوي او وژل شوي دي.
هند له دې وړاندې هم افغان سېکهانو او هندوانو ته هند ته د ورتګ او هلته د تابعیت د ورکولو خبره کړې وه، چې یو شمېر هندوان او سېکان اوس هند او نورو هېوادونو کې ژوند کوي او له دوی پاتې سېکهانو او هندوانو ته د هند حکومت هند ته د ورتګ بلنه ورکړې.
افغان سېکهان او هندوان، چې ډېر په ننګرهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې یې له کلونو کلونو راهیسې ژوند کولو، د نورو هېوادوالو له لوري ځورول کېدل، ځمکې یې غصب شوې او ملکیت ترې واخیستل شو، په وروستیو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره هم چې دا مذهبي لږکۍ ټارګېټ او ووژل شول، د دوی له منځه زرګونه سېکهان او هندوان له افغانستان ووتل او په بېلابېلو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې یې پناه واخیسته.
په کابل او ننګرهار کې د افغان سېکهانو او هندوانو پر عبادت ځایونو بریدونه شول، چې د سر مشران یې په کې د لاسه ورکړل او له دې کبله اړ شول چې افغانستان پرېږدي او د خپل سر د خوندي کولو لپاره په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.
یو شمېر داسې هندوان او سېکهان هم شته چې وایي، که هر څه کیږي خو افغانستان نه پرېږدي، دوی تر بل هر وخت او هر چا افغانستان ته ژمن دي، افغانستان پردی نه ګڼي او وایي، چې خپل هېواد افغانستان به په هېڅ صورت نه پریږدي.
هغه افغان سېکهان او هندوان چې په نورو هېوادونو کې اوسیږي، اوس هم هیله لري، چې افغانستان ته سوله راشي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي، دوی وایي که په بل هېواد کې په امن کې دي خو بیا هم افغانستان پسې ځوریږي او د هېواد د لېرې والي درد نه شي زغملی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.