The news is by your side.

افغانستان کې امریکایي ځواکونو دوه نورې هډې هم تخلیه کړې

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د ننګرهار په دوه ولسوالیو او آچین او هسکه مېنه کې د امریکایي ځواکونو دوه هډې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو هډه اوس د شپږم کنډک افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ورکول شې، دا هډه شپږ کاله وړاندې د مس جانز په نوم جوړه شوې وه او امریکایي ځواکونو په کې مېشت وو.

کلونه وړاندې د هسکې مېنې ولسوالۍ د داعش وسله والې ډلې او افغان امنیتي ځواکونو د جنګ میدان وو او امریکایي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.

د امریکایي ځواکونو بله هډه د ننګرهار اچین ولسوالۍ په ماموندرې سیمه کې تخلیه شوې.

په دې نظامي هډو کې د امریکایي ځواکونو تجهیزات ځای پر ځای شوي دي.

تر دې وړاندې هم امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځه هډې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي، امریکايي چارواکو ویلي وو، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي هډو وتلي دي.

امریکا دا اقدام طالبانو سره د سولې د هوکړې پر اساس کوي، چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمېر راکموي او ورو ورو به له افغانستان ټول ځواکونه باسي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم هغه ژمنې ندي عملي شوي.

د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته، د ۵۰۰۰ تنو طالب بندیانو خوشې کیدل به د ۱۰۰۰ تنو حکومتي بندیانو سره د طالبانو له بند څخه خوشې شي، او بیا به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو لا څرګنده نه ده چې دغه خبرې به کله پیلیږي.

په ورته مهال کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د سولې موافقې سره سم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړی او ورو ورو به د ځواکونو شمېر را کموي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د سولې هوکړې یو له اساسي شرطونو څخه دی او د دې شرط په مقابل کې باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي، امریکا پوځي هډې افغان ځواکونو ته سپارلي او د ځواکونو شمېر یې کم کړی خو د طالبانو تایتریخوالی لا هم زور کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.