مسعود اندرابي خپل پخوانی ویاند ګواښلی !
خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند نصرت رحیمي شکایت کړی چې دافغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په مرګ ګواښلی دی .
ښاغلی رحیمي شکایت کوي چې د کورنیو چارو وزیر د وزارت د اسنادو د خپراوي تور ورباندي پوري کړی دی .
نصرت رحیمي چې په خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند وو اوس په داسيوخت کې شکایت را پورته کړی چې په افغانستان کې تر بل هر وخت ناامني زیاته شوې او وسله والو طالبان د کابل تر دروازو رسیدلي دي .
اوس چې په افغانستان کې نا امنيزیاته شوې ، په کور دننه له ادارو نه د اسنادو د راوتلو سلسلې هم زور اخیستی دی.
د روان کال د اپریل میاشتې پر ۴ نېټه خبریال وېبپاڼې ته داسياسناد په لاس ورغلل چې له مخي یې د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه ټول ماموری له یوه قوم سره تړليبلل شوي وو.
کله چې خبریال وېب پاڼې هغه اسناد خپاره کړل په افغانستان کې غوغا رامنځ ته شوه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي اندرابي په وزارت کې دننه د (۱۰) فیصده پښتنو د ځای پر ځای کولو ژمنه وکړه ؛ خو ښاغلی اندارابي په هغه ژنه کې پاتې راغلو.
دادی یو ځل بیا د کورنیو چارو د وزارت د فساد او د خیالي پولیسو د مقرریو کیسې بهر را وتلې دي، نو د کورنیو چارو وزارت شک کوي چې ګواکې دا به د هم دغه وزارت پخواني ویاند نصرت رحیميبهر ایستليوي.
مهمه داده که چېرته دا کار د پخوانيویاند نصرت رحیميله لوريشوی هم وي، د کرونیو چارو وزیر ته دا لوی پیغور دی چې یوه عاديپخوانيمامور ته د مرګ ګواښنې وکړي.
نصرت رحیمي دا تور هم پوري کړی دی چې ګواکې د کورنیو چارو وزیر ورته ویلي چې له ده سره سر وهونکي به د خوشال سعادت په برخلیک اخته کیږي.
افغانستان چې پ،لیس یې تر ډېره بریده مسلکي نه دي وخت ناوخته یې د چارواکو نا سمې کړنې ددې سبب ګرزي چې دا ملياداره لا نوره زیانمنه کړي.
خبریالان وايي واييارګ ته په کار دي چې دا موضوع جدي وڅاري او که دا کار د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اندرابي کړی وي باید بخښنه وغواړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.