The news is by your side.

ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟‌

خبریال وېبپاڼه ـ د افغانستان ننګرهار ولایت چې ۷۶۴۱۱ کیلومتره مربع مساحت لري؛ د سمندر له سطحې په ۵۸۰ متره فاصله واقع دی چې هوایې ګرمه او ځمکه یې د اوبو په سورت کې حاصل خیزه ده .

دا ولایت له‌ یو پلوه دفغانستان اقتصادي‌ حب بلل کېږياو له بلې خواکابل ته د نېژدې کت او پر ډیورنډ کرښه د موقعیت له کبله له سیاسيپلوه هم ډېر مهم دی .

د ننګرهار ولایت یوه بله لویه بریا یا په بله معنا د پرمختګ خنډ د ګمبیري دښته دی چې د کنړ سیند د مهارولو لپاره تر ټولو غوره سیمه او ځمکه بلل کېږي .

دا دښته په خپله پراخه سینه کې دا زغم لري‌ چې د کنړ سیند چټکې اوبه ورو کړي او خپله تنده پرې ماته کړي .

هم دغه کار ته د لاری  لټولو په موخه د بیلا بیل پروګرامونه د بیلا بیلو حکومتونو له لوريپه پام کې نیول شويوو چې بیا بیا له خنډونو سره مخامخ شيدي‌.

د ګمبیري دښته او د جاپانیانو ستراتېژي !

د ګمبیری دښته د کابل ختیځ لورته د ننګرهار په ولایت کی د دوه سیندونو د کابل سیند او د کنړ سیند تر منځ موقعیت لری. په اصل کی دا ساحه وچ کالۍ، د هوا دتغیراتو او د بزګرانو د کمښت په دښته اړولې ده.

دپسرلی موسم کی دسیندګړندیتوب له امله په ډیره زیاته کچه د اوبو لګولو سیستم په ګمبیري دښته کې له منځه وړي؛او داعلت دی چې دې سیمې ته بزګرځانونه نشي ‌ټینګولای نو یادې دښتې ته باید د اوبو دمهارسیستم جوړشي

د انساني ټکنالوژۍ؛ مالی سرچینو د کمښت او د ګاونډيهیواد پاکستان د مداخلت له کبله تر دم ګړیه دا دښتې ته ژوره پاملرنه نه وه شوې؛‌یا که شوې وه یوازي‌ تز سروې ګانو پوري‌محدوده پاتې شوې وه.

د طالبانو د واکمني‌له ړنګېدو وروسته جاپانیانو په پوره مهارت د ګمبیري دښتې پروژې ته د عملې جامې د اغوستلو لپاره لاس ورواچاوه. د جاپانیانو تیوري‌ داوه چې باید په یاده سیمه کې د اوبو زور کم کړي او د امکان تربریده بند پراخ جوړ کړي‌او د اوبو ژور والی ته پاملرنه وکړي .‌

په افغانستان کې د جاپان سفارت واييچې د دوی د اوبو لګولو سیستم چې په ۱۷ پېړۍ کې جوړ شوی بریالی وو او پر ګمبیري دښته یې ښه پایله ورکولای شوای .

جاپان سفارت وايي چې دوی سره دا ستراتېژي موجوده وه چې لمړی د اوبو زور کم کړي‌او د سیند د خپلو شګو په وسیله د بوجیو په مټ د سیند مخه له کرهڼیزو ځمکو واړوي‌او د ۱۵ کیلو متره پراخ یوه کانال په مټ یې د ډاګتر ناکامورا د موسسې په کار او زیار دا تجربه بریالۍ کړه او د اوبو مهارولو ته لار هواره شوه .

پر ګمبیري دښته د کنړ سیند مهارېدل څه معنا لري‌؟

د اوبو مهارېدل دا معنا نه لري‌ چې له پاکستان نه د کنړد سیند مخه را اوړي؛‌ بلکه دا د مهار یا کنټرول په معنا دي‌. کله چې موږ د مهار خبره کوو مطلب د کنټرول مسئله رامنځ ته کېږي .

اوس خبره داده که چېرته پرګمبیري دښته د اوبو د مهار جاپانۍ پروژه عملي‌ شي‌؛ نو د کنړ سیند د اوبو تېز والی کمېږي‌او په وړاندي‌ یې د برېښنا بند جوړېدلای شي‌.

کله چې د برېښنا بند جوړ شي‌؛ بیا به اوبه مهار وي‌ یعني‌کنټرول شوې به وي‌.‌ د کنټرول په صورت کې مطلب هیڅ‌ کله دا نه دی چې له پاکستان نه به د اوبو مخ را اوړي‌ بلکه پآکستان ته به اوبه روانې وي‌؛ خو فرق دادی چې اوبه به په کنټرول او ټاکل شوي‌ اندازه ګاونډی هیواد ته درومي‌؛ البته دا کنټرول پاکستان نه غواړي‌ او علت یې دادی چې که چرته د افغانستان او پآکستان ترمنځ اړیکيخرابیږي‌ افغانستان به د اوبو کنټورل په لاس کې لري او خپلې اوبه به را کموي‌.‌

دا کنټرول چې پاکستان یې سخت مخالف دی یوازيهغه مهال ممکن دی چې ګمبیري‌ دښته هم داسيد سرادرمحمد داود خان د ماسټر پلاس سره سمه پر مخ لاړه شي‌.

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.