The news is by your side.

پینځه مخابراتي شرکتونه ۳۲ ملیونه جریمه شول

خبریال وېب پاڼه/خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې د افغانستان پینځه لوی مخابراتي شرکتونه د سیم کارتونو د غیر قانوني وېش له امله څه د پاسه ۳۲ ملیونه جریمه شوي دي.

د افغانستان پینځو لویو مخابراتي شرکتونو چې د حکومت جواز هم له ځان سره لري، له قانون سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني ډول په تور بازار او د سړک پر سر سیمکارتونه پلوري چې د اړوندې ادارې لخوا ۳۲،۷ ملیونه جریمه شوي دي.

اترا یا د مابراتي شرکتونو د کنټرول او څارنې ادارې ویاند سعید شینواری وایي چې په ټول هېواد کې له ۸۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې د غیر قانوني سیمکارتونو د خرڅلاو مخه نیول شوې ده خو په ورته وخت کې د کابل او یو شمېر نورو لایتونو اوسېدونکي خبریال وېب پاڼې ته وایي چې لا هم د دغو سیمکارتونو تور بازار کرم دی.

ویل کېږي په دغو سیمکارتونو باندې په ترهګریزو بریدونو، جنایي پېښو او رته موضوعاتو کې زیات کار اخیستل کېږي چې د امنیتي او استخباراتي ادارو لپاره یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د افغانستان په لویه برخه جغرافیه کې لا هم توده جګړه روانه ده، چې په دغو سیمو کې د قانوني سیمکارتونو وېش هم له ګڼو ننګنو سره مخ دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان تول مخابراتي شرکتونه د خلکو تر توندو نیوکو لاندې هم راغلي دي او وایي چې بیې یې خورا لوړې دي. دوی په ځانګړې توګه د انټرنیټ له لوړو بیو شکایت کوي.

څه موده وړاندې د مخابراتو وزیر هم په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له بهر څخه د فایبر نوري او نورو وصلوونکو انټرنیټي خدمتونو له لارې کورنیو شرکتونو ته انټرنیت په ډېره ټیټه بیه تمامېږي خو دوی یې په لوړ قېمت خرڅوي.

د مالوماتو له مخې د افغانستان پنځه فعال او جواز لرونکي شرکتونه هر یو له قانون څخه د سرغړونې او د سیمکارتونو غیرقانوني ویش په تور ۷.۵میلیون افغانۍ جریمه شوي، له دوی څخه یو مخابراتي شرکت چې بې جوازه پیرونکو ته یې سیمکارتونه ویشلي و، د نورو شرکتونو په پرتله ۲.۵میلیون افغانۍ ډېر جریمه شوی دی.

بل لورته بیا په هېواد کې ډېری کسان وایي، چې د سړک پر سر د سیمکارتونو د بې کچې پلور زياتېدل ددې لامل شوي، چې د جرمونو په ګراف کې زياتوالی راشي. دوی وايي، په دې برخه کې د امنيتي او کشفي ادارو بې غوري  هم د سازمان شويو جرمونو د زياتېدو لامل شوي دي.

د اترا اداره د غیر قانوني سیم کارتونو د وېش پر وړاندې د یوه نوي طرزالعمل د جوړېدو خبر هم ورکوي او زیاتوي چې په نیږدې راتلونکي کې به یې عملي کېدو ته وړاندې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.