The news is by your side.

پانګوالو ته بل سرخوږی، طالبانو سره باید راجستر شي

خبریال وېب پاڼه/له افغانستان نه ګڼ شمېر پانګوال لا له وړاندې د تېښتې په حال کې وو، دوی هڅه کوله په بهرنیو هېوادونو کې خپلې پانګونې ته ادامه ورکړي.

اوس تازه وسله والو طالبانو هوډ کړی دی چې د ټولو شخصی کمپنیو مالکان او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی سره ځانونه راجستر کړي.

په دې سره به پانګوال اړ وي چې دوو لوریو ته مالیه او ټول هغه حقوق ورکړي چې اوس یې یوازې حکومت ته ورکوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی به ټولې هغه کمپنۍ او مرستندویه ادارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، له ځان سره راجستر کړي تر څو په خبره یې دوی وکولی شي د دوی فعالیتونه د دین او افغاني ارزښتونو په رڼا کې وڅاري.

نوموړی همداراز وایي چې دوی داسې شواهد موندلي چې ګڼ شمېر انجیو ګانې او کمپنۍ د دوی ضد او په وینا یې د هېواد ضد فعالیت کوي چې باید ژر تر ژره ودرول شي.

افغان چارواکي هم مني چې وسله وال طالبان په خورا بې صبرۍ هڅه کوي په حکومتي چارو خپل اغېز زیات کړي او په دې سره خپلو بهرنیو او د سیمې بادارانو ته هغه څه ور وړي چې ور څخه غوښته لري.

وسله وال طالبان د پاکستان د څارګرې ادارې له غوڅ ملاتړ څخه برخمن دي چې ټولې جګړه ییزې او ترهګري پالیسۍ ورته هماغه جوړوي او دوی یې یوازې د تطبیق کولو عسکر دي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم په خپلو څرګندونو کې د وسله والو طالبانو لخوا د پانګوالو د کنټرولولو خبره باندې اقرار کوي خو زیاتوي چې دا یوه ترهګره ډله ده چې په هېڅ صورت دا او ورته مسایلو کې د ښکېل کېدو حق نه لري.

په دې وروستیو کې د بین الافغاني خبرو له ځنډېدو او د افغان حکومت له ناسمو دریځونو سره طالبان په ټول هېواد د حاکمیت په فکر کې دي. دوی داسې انګېري چې د افغانستان لویه جغرافیه د دوی تر لاس لاندې ده او ټول هغه څه کولی شي چې غواړي یې.

وسله والو طالبانو له تېرو څه کم دوو لسیزو را هیسې په افغانستان کې د نړۍ تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاتریخوالی کړی دی چې په کې یې ملیونونه افغانان زیانمن کړي او ګڼ شمېر تاسیسات او ښوونیزې ودانۍ یې ورانې کړې دي.

په ټول هېواد کې د تعلیم، روغتیا او مالي ملاتړ په موخه شاوخوا ۲۲۰۰ انجیو ګانې فعالیت کوي چې ټولې له حکومت سره راجستر دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.