The news is by your side.

طالبان د نړۍ غولولو لپاره ځانونه بدل ښیي

خبریال وېب پاڼه/وسله وال طالبان لا هم د خلکو په ذهنونو کې د ۹۰ مې لسیزې انځور لري او د افراطیت اوړ تشدد نمونې ورته ښکاري.

وسله والو طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ په کچه تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاوتریخوالی کړی دی خو دوی بیا هم هڅه کوي خپل ټول تشدد بابیز ونیسي او نړۍ ته ځانونه فرېښتې وښیي.

 د سره صلیب د نړیوالې ډلې یو کارپوه وايي، په بنسټیزو بشري حقونو د طالبانو باور بدل شوی نه دی، خو د ډلې ژمنې بدلون ته اړتیا لري چې د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو لپاره تخنیکي اقدام وکړي.

وسله وال طالبان مدعي دي چې پر عامو خلکو یې سخت بندیزونه لیرې کړي، خو نړیوال کتونکي وايي دغه ډله لاهم د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د متحده ایالاتو لخوا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر سقوط د مخه دغې ډلې سخت قوانین وړاندې کړل. دوی په ځانګړي توګه په ښځو بې کچې بندیزونه ولګول خو وروسته له هغې چې دې ډلې له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړ ، دوی دا ادعا کړې چې د دوی نظرونه بدل شوي دي.

یو شمېر د نظر خاوندان او افغان کارپوهان لا هم وايي چې د دې ډلې ژمنې بدلون نه شي کولی بلکې دوی د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د غولولو مشروطې کوي. شنونکي همداراز ټینګار کوي چې دا ډله لاهم په سختو مقرراتو باور لري او په دوی باور کول کول ستونزمن کار دی.

په ورته وخت کې د کړکېچ نړیوالې ډلې لوړپوړی شنونکی اندریو واتکنس هم ویلې دي چې طالبان غواړي نړۍ ته ځان ورسوي او د دوې استازي د نړیوالې ډیپلوماسۍ ژبه زده کوي.

د بشري حقونو د څار ډلې تیره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو لاهم د دوی تر کنټرول لاندې سیمو خورا ډیر محدودیتونه وضع کړي، چې یو لږ شمیر انجونو ته اجازه ورکوي چې له بلوغ وروسته ښوونځیو ته لاړې شي.

هخوا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې د افغان سولې پروسې ماهر سکاټ سمات خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې واک ته د بیرته راستنیدو لپاره په افراطي ډلې زړه راښکون به یوه “تراژیدي” وي.

پرږن دوشنبې په عراق کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر (یوناما یو نوی راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکي وګړي په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم څرګنده نه ده د افغانستان برخلیک کومه خوا روان دی خو شنونکي د طالبانو متشدده دریځ ته اندېښمن دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.